د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د حکومت د رسنیو مرکز کې، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د دې مراسمو په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ازموینو ملي ادارې له رهبري پلاوي او د حکومت د رسنیو مرکز مسؤلینو څخه د دې مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په انسانانو کې د نغښتو وړتیاوو ښوونه او روزنه د ازموینې له لارې ترسره او دروني وړتیاوې د ازموینې له لارې څرګندېږي او له بالقوه حالت څخه د فعالیت مرحلې ته رسېږي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې یو ځل بیا زموږ هغو ګرانو متعلمینو چې د کال په اوږدو کې درس ویلی، بې خوبۍ یې تېرې او زیار اېستلی او د ۱۴۰۳ کال په کانکور کې یې ګډون کړی، نن یې پایلې اعلانېږي او د خپلو هڅو ثمره ترلاسه کوي.
نوموړي وویل: په هغه صورت کې چې یو څوک په ازموینه کې ښې پایلې ترلاسه کوي او بریالي کېږي، نو طبیعي ده چې هغه به خوشالېږي او هغوی چې په سمه توګه یې درس نه وي ویلی او خپل قېمتي وخت یې ضایع کړی وي، په ازموینه کې به ښه پایله نه ترلاسه کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، نن بیا هم د بریالیو ځوانانو ترمنځ یو شمېر داسې ځوانان شته چې د سږني کانکور له غوره کسانو څخه دي او نومونه به یې مشخص شي. ځای لري چې له وړاندې ټولو دغو کسانو، د هغوی محترمو کورنیو، قدرمنو استادانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې مبارکي ووایم او ورته د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتونکی یم.
نوموړي همداراز هغو کسانو ته په خطاب کې چې په سږني کانکور کې یې کمې نمرې ترلاسه کړي او د هیواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو بنسټونو ته یې لار نه ده موندلې وویل، هغوی باید ناهیلي نشي او د روان کال په جریان کې بیا هڅه وکړي او درس ووایي، ترڅو په راتلونکې ازموینه کې بریالي شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي امارت له لوري په ټولو مرحلو کې له ابتدائیه تر لېسې، له تخنیکي او مسلکي زده کړو تر لوړو زده کړو پورې ټولو قدرمنو متعلمینو او محصلینو ته ټول امکانات برابر شوي او هیله لرو چې هغوی خپل ارزښتناک وخت ضایع نه کړي، هڅه وکړي ترڅو ښې پایلې ترلاسه کړي، ترڅو زموږ ګران هیواد د هغوی په لاسونو اباد شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، پرمختللی او اباد افغانستان به زموږ د ګرانو ځوانانو په هڅو او مټ جوړېږي، موږ باتجربه علماوو، ډاکترانو، انجینرانو او نورو متخصصینو ته اړتیا لرو او لازمه ده زموږ قدرمن زده کوونکي هڅه وکړي، ترڅو خپل ځان او ګران هیواد ته ګټور واقع شي.