د دوشنبې په ورځ (۱ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام د پراخ خبري پوښښ په موخه، د رسنیو مرکز د رهبرۍ او رسنیو مسئولینو د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی یې مننه وکړه چې تل د رسنیو مرکز لخوا په جوړو شویو ناستو کې برخه اخلي او خپله همکاري په ډاګه کوي.
محترم حقاني وویل: زمونږ د نننۍ ناستې هدف، د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام د ښه خبري پوښښ په موخه د نظرونو او وړاندیزونو شریکول دي، چې ستاسو د غوره نظرونو او وړاندیزونو په رڼا کې به دغه پروګرام ښه خبري پوښښ پیدا کړي.
محترم حقاني زیاته کړه، دا چې مونږ داسې یو مهم پروګرام په لار اچوو چې په ترڅ کې یې حقیقي معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی اسانه کېږي، نو له همدې امله د رسنیو له مسئولینو مې غوښتنه دا ده چې د دې پروګرام په ټولو خبري ناستو کې فعاله ونډه واخلي او ریښتیني معلومات تر خلکو ورسوي.
همداراز د رسنیو مسئولینو هم په خپل وار سره هر یوه د یاد پروګرام په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه د رسنیو مرکز رهبرۍ سره شریک کړل او د پروګرام د کنفرانسونو د خبري پوښښ په برخه کې یې له خپلې همکارۍ څخه بشپړ ډاډ ورکړ.