د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یو شمېر غړو، د ازموینې ملي ادارې مشر او د يو شمېر نورو ادارو مسؤولینو هم ګډون کړی و.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې بریالي شویو ګډونوالو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، بې پایلې زده کوونکې دې د مایوسۍ پر ځای خپلو زده کړو او په راتلونکې ازموینه کې پر بریالي کېدو تمرکز وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وويل، دا مهال د قوش تېپې کانال په ګډون ګڼې لویې پروژې د افغان کادرونو او مسلکي کسانو لخوا پر مخ وړل کیږي او اسلامي امارت هڅه کوي په پوهنتونونو کې د وړ کسانو روزنې ته لا غوره زمینه برابره کړي، ترڅو هیواد مو د خپلو افغانانو په لاس ورغول شي.
نوموړي وویل، د ښوونځي او مدرسې تر منځ واټن له منځه تللی او استادانو ته یې په خطاب کې زیاته کړه، د هیواد د بچیانو روزنې ته پاملرنه زياته کړي او له زده کوونکو او محصلینو څخه یې هم خپلو زده کړو ته د لومړيتوب غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر په نړيوالو مسايلو کې د اسلامي امارت په هکله د چین او روسیې دريځ وستايه او وې ويل، دا مهال په بهر کې د اسلامي امارت څلوېښت سیاسي استازولۍ فعالې دي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په سیمه کې ځينې کړۍ او هیوادونه د ناسمو معلوماتو یا خپلو منافعو پر اساس غرضي تبلیغات او څرګندونې کوي؛ خو د اسلامي امارت موقف روښانه دی، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچاته خطر متوجه نشي او هیوادونه دې هم د خپل بام واورې پر افغانستان نه غورځوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر اساس هڅه کوي له ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره ښې اړیکي ولري، خو دغه دريځ بايد د اسلامي امارت په ضعف تعبیر نشي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې د هیچا فرمایش نه منل کېږي، بلکې د فرمایشونو او ناسمو تورونو پر ځای دې پر واقعیتونو تمرکز او د همکاریو پراختیا ته زمینه برابره شي، ترڅو له دغو فرصتونو څخه په استفادې ګډه همکاري رامنځته شي.
په دغو مراسمو کې همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره مسلکي او مجربو ځوانانو ته اړتیا ده.
محترم حنفي زیاته کړه، ازموینه د پټو استعدادونو او وړتیاوو د ښکاره کولو لپاره یو مهم پړاو دی او بریالي شويو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ يې له هغوی وغوښتل چې خپل وخت ضایع نه کړي او د افغانستان د غوره راتلونکې لپاره زیار وباسي.
په دې ناسته کې د ازموینې ملي ادارې مشر مولوي عبدالباقي حقاني او یو شمېر نورو مسؤلینو هم خبرې وکړې.
سږ کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره د اتل خان په نوم د کابل ولایت اوسېدونکی دی، چې د (۳۵۹،۶۱) نمرو په اخیستو سره د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.