د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکرالله ذاکر په خپل کاري دفتر کې د ابن سینا څېړنې او پراختیا مرکز له مشر میرویس پوپل او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي میرویس پوپل د یاد مرکز په اړه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل،، په بهر کې مېشت یو شمېر پانګوال او متخصصین چمتو دي چې افغانستان ته راشي او افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
نوموړي همدارنګه خپل وړاندیزونه او مشورې هم د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکرالله ذاکر وویل، اوس چې افغانستان په امن هېواد بدل شوی، نو له بل هر وخت ورته د کار کولو اړتیا ډېره ده.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو هغو پانګوالو او متخصصینو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دي چې د افغانستان په بیارغاونه کې مثبت رول ادا کوي.
محترم مولوي ذاکر په بهر کې مېشتو افغانانو او نړیوالو خېریه بنسټونو غږ وکړ چې افغانستان ته راشي او دلته خلکو ته کار وکړي.