د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ها ها خیریه موسسې رئیس محترم سلیمان ایپلي او مسوولینو محترم محمود ارسلان او محترم آدم قلیجي سره وکتل.
په پیل کې یادو کسانو د دغې خیریه موسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د یادې موسسې مسوولین په افغانستان کې د خیریه چارو ترسره کولو او د کړنو بهیر څخه خوښ دي او خپلو خیریه فعالیتونو ته به ادامه ورکړي.
هغوی څرګنده کړه، دا موسسه دا مهال بزګرو ته د اصلاح شوي تخم د وېش او له یتیمانو او بې وزلو سره د مرستو په برخه کې فعاله ده او په پام کې لري چې په راتلونکي کې هم خپل بشردوستانه فعالیتونه پراخه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ای ها ها موسسې مسوولینو سره د کتنې د هرکلي ترڅنګ د هغوی د بشر دوستانه مرستو او فعالیتونو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، افغانستان او ترکیه په دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اوږدې او تاریخي اړیکې لري او هیله ده چې دا اړیکې لاپراختیا او پیاوړتیا ومومي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي همدارنګه د ای ها ها موسسې له مسوولینو وغوښتل چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.