د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ماسپښین د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی محترم ملا رحمت الله محمد اکا د ۲۰۹ الفتح قول اردو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم ملا رحمت الله محمد اکا وویل، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدین د تباري په ښه کچه کې قرار لري او له عالي روحیې او مورال څخه برخمن دي او هره شیبه د امنیت، د خلکو د هوسایي او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په موخه د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو اجرا کولو ته چمتو دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان محترم ملا رحمت الله محمد اکا ته د ښه راغلاست پرمهال د خلکو د امنیت د تامین او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ځانګړي ډول د یادې قول اردو د مجاهدینو د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړه، هغه امنیت، ثبات او خپلواکي چې نن خلک او هیواد ورڅخه برخمن دي د مجاهدینو او هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او زحمتونو پایله ده چې په دې برخه کې یې هیڅ ډول هڅې نه دي درېغ کړي چې زموږ د ویاړ سرچینه دي.
نوموړي زیاته کړه، په راتلونکي کې هم له مجاهدینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو هیله ده چې د امتیت د تامین، خلکو ته د هوساینې برابرولو او د هیواد له ابرو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په موخه له ځانه وړتیا او سرښندنه وښیي.