د کار ملي کنفرانس د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي او اداري مرستیالانو په حضور کې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې افتتاح شو.
یاد کنفرانس کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت جوړ شوی، د ریاست الوزراء پر مرستیالانو سربېره د کابینې، خصوصي سکتور، علمای کرامو او بین المللي سازمانونو یو شمېر غړي او د پوهنتون استادان ګډون لري.
د یاد کنفرانس د پرانیستې پر مهال د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د کنفرانس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد کنفرانس د موخو په اړه یې معلومات ورکړل وې ویل، اسلامي امارت د خلکو ستونزو ته پام کوي او په ټول هیواد کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي د دې په بیانولو سره چې په هیواد کې بېکاري او فقر د ټولو ادارو همغږۍ او ګډې مبارزې ته اړتیا لري وویل، دا کنفرانس زموږ لپاره مهم دی او هڅه کوو له اړوندو ادارو او د صنعت، کانونو استخراج او د کرنې سکتورونو او نورو اړوند ارګانونو سره په همغږۍ خلکو ته د لازیاتې کاري زمینې برابرولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع د کار ملي کنفرانس له جوړونکو د قدردانۍ ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره ده او د اسلام مقدس دین هم ټول مسلمانان د حلال رزق ګټلو ته هڅوي.
الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع د کار ملي کنفرانس په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پیغام ولوست چې پکې راغلي: بیکاري او فقر زموږ د ټولنې له ستونزو څخه یوه مهمه ستونزه ده، چې د تېرو څلور نیمو لسیزو د جګړو او پردیو مداخلو محصول او د افغانستان اسلامي امارت ته په میراث پاتې شوې ده.
د اسلامي امارت رئیس الوزراء په خپل پیغام کې د خصوصي سکتور له کارکوونکو غوښتي چې د اسلامي امارت لخوا د رامنځته شوي بهتر کاري ماحول او پانګونې لپاره له لازمو آسانتیاوو سالمه استفاده وکړي، د ضرورت وړ ساحو کې دې خپل فعالیتونه لا پراخ کړي، تر څو په مشترک ډول وتوانېږو له فقر او بېکارۍ سره څرنګه چې ایجاب کوي، مبارزه وکړو.
محترم رئیس الوزراء په خپل دې پیغام کې له مرستندویه سازمانونو او هغو هیوادونو چې له افغانستان سره د کار او اشتغالزایي په برخه کې توافقات او همکاري لري غوښتنه کړې چې افغان ولس سره په دې خاصو شرایطو کې د کارموندنې او کارګرو د استخدام په برخه کې مرسته وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، دوامداره جنګ، اشغال، د بشري قوې کمبود، مافیایي او جرمي اقتصاد او مناسب مارکیټ ته د افغاني محصولاتو نه لاسرسی د بېکارۍ عمده لاملونه دي چې اسلامي امارت په ښه تدبیر او د مسؤلیت په درک سره په دې برخو کې اغېزمنه مبارزه کړې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت د محدودیتونو باوجود د بېکارۍ د لاملونو لپاره نوې حللارې موندلي، ترانزیټي لارې یې پرانیستي، له ګاونډیو هیوادونو او نړۍ سره یې نېک او حسنه روابط ټینګ کړي او خصوصي سکتور ته یې د پانګونې په موخه لازیاتې اسانتیاوې ایجاد کړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت تر اوسه په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې او د ګاونډیو په شمول له عرب هیوادونو سره په تفاهم کې دی، ترڅو مسلکي او نیمه مسلکي افغان کاریګر د کار په موخه دغو هیوادونو ته واستوي.
وروسته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نور الحق انور په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي امارت په مدیریتي برخه کې توانېدلی باتجربه او د اکاډمیکې سابقې لرونکي اشخاص په دندو وګماري، په دولتي ادارو کې د سالم رقابت فضا حاکمه ده او افراد د وړتیا او اهلیت پر بنسټ مقرر شوي دي.
وروسته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي هدایت الله بدري، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د کرنې، اوبولګونو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف او د لوړو زدکړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کارموندنې او د کار ملي کنفرانس په اړه د خپلو مربوطه وزارتونو د کړنو په هکله معلومات بیان کړل.
دوی له افغانستان سره د کارموندنې په برخه کې د بین المللي ټولنې د همکارۍ غوښتونکي شول وې ویل، د تولیداتو د کچې لوړول، د فابریکو د فعالیت له لارې د کاري فرصتونو ایجاد، د سوداګریزو توکو په وارداتو او بیو کې کموالی او له سیمه ییزو او بین المللي شریکانو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا افغانستان په پرامنه ترانزیټي مسیر بدل کړی دی.
یادو مسؤلینو دېته په اشارې چې کار کول د خیر او نجات لار ده او حضرت محمد صلی الله علیه و سلم هم پر کار کولو ټینګار کړی وویل، د اسلامي امارت په بریا سره د کارموندنې او سترو زېربنایي پروژو د تطبیق په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي دي. دغه راز د کرنې، صنایعو، سوداګرۍ، مخابراتو، ښوونې او لاسي صنایعو سکتورونه د کارموندنې په برخه کې اغېزمن رول لري او باید د دې برخو پیاوړتیا ته لا زیاته پاملرنه وشي.
یادو سرپرستو وزیرانو زیاته کړه، هڅه کوو چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړو، له ټولو سوداګرو غواړو چې کورني محصولات په هیواد کې دننه پروسس او بیا بهر ته صادر کړي، همدارنګه له خصوصي سکتور سره د کارموندنې په برخه کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کوو.
یاد کنفرانس ته په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ډاکټر رامین بهزاد په خپلو خبرو کې وویل، د کار بین المللي سازمان پر کارموندنې، د تشبثاتو پر پیاوړتیا، د کار پر تضمین او ټولنیز مصؤنیت تمرکز لري.
ډاکټر بهزاد د دې په بیانولو سره چې د کار بین المللي سازمان به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي وویل، په دې وروستیو کې موږ هڅه کړې چې سیمه ییزو مهارتونو ته وده ورکړو او پدې باور یوو چې خلکو ته د کارپنځونې زمینې برابرول د فقر کچه راټیټوي.
په همدې ترتیب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مومند او د افغانستان د کارګرو ټولنې یو تن استازي انجنیر نورالدین فاروقي په خپلو خبرو کې په هیواد کې د امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه وې ویل، زموږ هیواد پرېمانه ګران بیه طبیعي کانونه او سرچینې لري چې باید مشروع ګټه ترې واخیستل شي. دغه راز دوی هیله څرګنده کړه چې زموږ بشري ځواک دې د کار د بازار د غوښتنو مطابق ټولنې ته وړاندې شي.
یاد کنفرانس ته د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار وحیدالله فریادي په افغانستان کې د کارموندنې فرصتونو لپاره د کرنیزو محصولاتو د تولیداتو او صادراتو د نسبي ګټو په اړه هم خپله مقاله وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده د کار ملي کنفرانس به سبا هم دوام ولري او د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالان به ورته وینا ولري، کاري کمېټې به د خپلو بحثونو پایلې شریکې او بېلابېلې علمي او څېړنیزې مقالې به پکې ولوستل شي، همداراز به د مختلفو امارتي ادارو ترمنځ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.