د ازموینو ملي ادارې مسئولینو د چهارشنبې په ورځ (۳ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال، د ١٤٠۳ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو لس تنه غوره ګډونوال وستایل.
د ستاینې په دې مراسمو کې د ازموینې ملي ادارې د رهبرۍ تر څنګ؛ لوړ پوړو امارتي چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتونونو استادانو او د غوره ګډونوالو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د ازموینو ملي اداري رئیس، محترم شېخ عبدالباقي حقاني، د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینوغوره ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ وویل: په هېواد کې د بشپړ او ډاډمن امنیت په راتلو سره، د دیني او عصري زده کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او ځوانان باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
محترم حقاني زیاته کړه: تېرو حکومتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زمونږ زده کوونکي او محصلین له دیني زده کړو لرې وساتل، هغوی ته یې غیر اسلامي او افغاني نظریې ورکړې چې په حقیقت کې همدا غیر اسلامي او غیر افغاني نظریې د دې لامل شوې چې د دې خاورې بچیان د خپل ولس او هېواد پر خلاف د اشغالګرو تر څنګ ودرېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، اوس الحمدالله نظام دې ټکي ته متوجه دی، د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ختم شوی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د غیر اسلامي او غیر افغاني نظریو مخه نیول شوې او ټول زده کوونکي او محصلین به په سالم اسلامي او افغاني فکر روزل کېږي.
د ازموینو ملي ادارې رئیس وویل: زه د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینو ټولو بریالیو ګډونوالو ته، ډاډ ورکوم چې نظام ستاسو تر شا ولاړ دی او د زده کړو برخه کې تاسو ته هر ډول فرصت برابروي، بناً تاسو هم باید خپل مسئولیت درک کړئ او له ترلاسه شوي فرصت څخه د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ښه ګټه پورته کړئ.
دغه راز محترم حقاني د خپلو خبرو په دوام وویل: اشغال ته ولې زمینه برابره شوه، ځکه چې زمونږ ښوونځي او پوهنتونونه کمزوري وو، بناً اوسمهال له مسجد او مدرسې نه ښوونځي او پوهنتون ته ډېره توجه پکار ده، که مونږ د وطن د ابادۍ او له خپلې خاورې د دفاع پر مختللي وسایل ولرو او نظام په ښه ډول وساتلی شو، نو له درېیم اشغال نه به خلاص یو.
همدارنګه د ستاینې په دې مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو او د عمومي کانکور او دیني مدرسو د ازموینې ممتازو ګډونوالو هم ویناوې وکړې، ټولو په کانکور او نورو ازموینو کې د اصلاحاتو او روڼتیا او په دې برخه کې د اسلامي امارت مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه.
د ستاینې مراسمو په پای کې د ١٤٠۳ کال د عمومي کانکور او دیني مدرسو ازموینو پر لس تنو غوره ګډونوالو ستاینلیکونه او ډالۍ ووېشل شوې.