د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د بغلان د علماوو شورا رئیس شیخ کمال الدین او د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
په پيل کې، د بغلان د علماو شورا رئیس چې یو شمېر نورو علمای کرامو یې هم ملتیا کوله، په یاد ولایت کې له حکومتي ادارو سره د خلکو پر اړیکو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د ولس او سیمه ییزو مسؤلینو تر منځ همغږي شته او د همکارۍ فضا رامنځته شوې ده.
شیخ کمال الدین زیاته کړه، د بغلان د مرکز په ګډون په یو شمېر سیمو کې بايد د مدرسو او ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شي او په همدې تړاو يې خپل وړاندیزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شريک کړل.
همداراز د لوګر د ازرې ولسوالۍ یو شمېر مخورو او علماوو د خپلو سیمو د ټولنيز او اقتصادي وضعيت په اړه خبرې وکړې وې ويل، د ازرې ولسوالۍ ولسونه د حکومت تر څنګ ولاړ دي او ډاډ یې څرګند کړ، چې په هر حالت کې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.
د ازرې ولسوالۍ مخورو وویل، هر کال د سېلابونو له امله د دوی جريبونه کرنیزې ځمکې ویجاړیږي او په دې ولسوالۍ کې يې د کرنيزو ځمکو خونديتوب په موخه د استنادي دېوالونو جوړولو غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان او لوګر ولایتونو علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په تېرو جهادي دورو کې د هغوی د قربانیو ستاینه وکړه.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان رغونه او خلکو ته خدمت د اسلامي نظام لومړیتوب دی او هڅې روانې دي چې د شته امکاناتو پر مټ د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وشي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې، د بغلان او لوګر راغلو علماوو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو به یې غور وشي او اړونده ادارې به په دې برخه کې اقدام وکړي.