د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ملي ازموینه کې د دیني مدرسو او ښوونځيو له لومړي تر پینځم مقام له بریالیو زده کوونکو او د هغوي د کورنۍ له غړو سره وکتل.
دغه ناسته چې په سپېدار ماڼې کې جوړه شوې وه، محترم مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې په لوړه درجه بریالیو شوو زده کوونکو او د هغوي مشرانو ته د بریا مبارکي وویله او زده کوونکو ته یې په خطاب کې وویل: د کانکور په ملي پروسه کې ستاسې بریا ثابته کړه، چې افغان زلمیان ښه استعدادونه او وړتیاوې لري.
محترم سیاسي مرستیال وویل، عصري علوم د ټولنې اړتیا ده او اسلامي امارت د دیني زده کړو تر څنګ د پوهنتونونو او د عصري زده کړو د مرکزونو ودې ته پاملرنه لري او اسلامي نظام د شرعیت په رڼا کې د هر ډول عصري زده کړو ملاتړ کوي او هڅوي یې.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت له مدرسې او ښوونځي د فارغ شوو زده کوونکو تر منځ توپير نه کوي او ټول زده کوونکي پر اسلامي نظام یو شان حقونه لري.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اشغال له پایته رسیدو او د امن په راتګ سره ټولنیز توپيري چلند نه تر سترګو کیږي او ټولو افغانانو ته په یو کچه حکومتي خدمات وړاندې کیږي.
د ناستې پر دوام فارغ شوو زده کوونکو او د هغوي مشرانو د کانکور شفافیت وستایه او د اسلامي امارت د مشرانو لخوا د هغوي د هڅونې او ملاتړ له امله یې مننه وکړه.
د دغې ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر په کانکور ازموینه کې په لوړه درجه بریالي شوي زده کوونکي په نقدي او غيرې نقدي ډالیو ونازول.