د عدلیې وزارت مسئولینو، د یکشنبې په ورځ ( ۱۴ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام کې د یاد وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د عدلیې وزارت د مسئولینو په وینا، دغه وزارت د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره، د اداري فساد له منځه وړلو، تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق، له امارتي شتمنیو څخه د دفاع، د جواز لیکونو د ورکړې او تمدید او حقوقي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي دي.
د وزارت مسئولین وایي، په تېر کال کې ۱۰۱ عنوانه تقنیني سندونه تسوید شوي، چې له دې جملې د ۹۵ سندونو فقهي تخریج تر سره شوی، امارتي ادارو ته ۱۸۴ حقوقي او قانوني مشورې ورکړل شوي، د ۵۹ تفاهم لیکونو او هوکړه لیکونو په اړه نظر ور کړل شوی، ۵۰ کړنلارې، مقررې او د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) فرمانونه تسوید او تدقیق شوي او په ټولیز ډول ۱۹۸ تنه د تقنیني او وکالت ستاژ له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د یاد وزارت د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، له امارتي شتمنیو د ساتنې، د ځمکو غصب مخنیوي او املاکي شخړو د حل په موخه؛ د منقولو او غیر منقولو شتمنیو او ملکیت له ۷۹۲۸ قضیوو، ۲۳ حوېلیو، ۲۵ دُکانونو، ۲ لوړپوړیزو ودانیو، ۲ سرایونو او یوه کلینیک څخه دفاع شوې، په اداري او تجارتي برخه کې د څه باندې ۱ میلیارډ او ۲۷ میلیونه افغانیو له جملې څخه، څه باندې ۱ میلیارډ او ۱۶ میلیونه افغانۍ د محکمو د قطعي پرېکړې په اساس د دولت خزانې ته تسلیم شوي، څه باندې ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ د امارت په ګټه فیصله شوي، دغه راز څه باندې ۲۳۴ زره امریکایي ډالر هم د محکمو د پرېکړې له مخې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
مسئولین زیاتوي، چې په وروستي یوه کال کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۳۶۷۲ او د اتحادیو او خیریه بنسټونو ۲۲۰ جواز لیکونه نوي شوي، د ۴۰۱ ټولنو، اتحادیو، خیریه بنسټونو او ۵۳۲۲ معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه څارنه شوې ده.
د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: چې په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی، ۱۹۰۰ تنو سره په حقوقي برخه کې مرسته شوې، ۱۸۳۰ تنو ته حقوقي مشورې ورکړل شوي او ۵۷۷ تنه شکمنو کسانو د محکمې د حکم په اساس برائت حاصل کړی دی.
د مسئولینو په خبره، تېر یوه کال کې د مدافع وکیلانو ۱۵۹۰ جواز لیکونه نوي شوي، مدافع وکیلانو ته ۴۲۷۵ جزایي، معلوماتي او د مالیاتي بېلانس فورمې وېشل شوي، له مدافع وکیلانو او موکلینو څخه د شکایت ۲۶۰ عریضو ته رسېدنه شوې او له ۷۷۴ دار الوکالو څخه څارنه تر سره شوې ده.#