د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسئولینو، د دوشنبې په ورځ (۵ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د هېواد له هوایي ډګرونو څخه د ۱۲۵۰۳ الوتنو په ترڅ کې ۱ میلیون ۸۹۷ زره او ۲۷۳ مسافر لېږدول شوي، چې له دې جملې ۷۷۴۷۰۰ تنو د هېواد په داخل کې او ۱ میلیون ۱۲۲ زره او ۵۸۳ تنو له هېواد څخه بهر سفر کړی دی.
د ټرانسپورټ وزارت مسئولینو زیاته کړه، په تېر کال کې ۵۴۷۰۳۸ باروړونکو وسایطو له افغانستان څخه، اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان، ایران او پاکستان هېوادونو او ۴۳۴۷۰۹ نورو وسایطو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته، تګ او راتګ کړی دی. همدا راز ۴۱۳۷۰ وسایط د ټرانسپورټي بندرونو له لارې هم تللي او راغلي دي.
همدارنګه، په وروستي یوه کال کې ۴۲۱۸۹۵ باروړونکو او ۳ میلیونه ۷۲۲ زره او ۲۸۳ مسافر وړونکو وسایطو د هېواد د ولایتونو ترمنځ تګ او راتګ کړی او د هېواد له هوایي حریم څخه، په ټولیز ډول ۴۰۰۱۶ عبوري پروازونه تر سره شوي، چې د مخکیني کال په پرتله پام وړ زیاتوالی په ډاګه کوي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې ۳۰ زره حاجیان په خوندي ډول، د حج فریضې ادا کولو په موخه، سعودي عربستان او له هغه ځایه بیرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د وزارت د چارواکو په خبره، په نړیوال هوایي ډګر د خوست د هوایي ډګر بدلول او د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو ترڅنګ، د اتو نړیوالو شرکتونو الوتنو ته د خدمتونو وړاندې کول؛ په وروستي یوه کال کې د وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي.
همداراز، په تېر کال کې د هوایي چلند برخه کې ۱۸ پروژې تطبیق شوي، د ملکي هوايي چلند له انسټيټيوټ څخه ۱۱۲ تنه فارغ او ۱۵۰ تنه نوي محصلین جذب شوي او شاوخوا ۵۰۰ تنه د وزارت په خالي بستونو کې پر دندو ګمارل شوي او د هېواد په هوایي ډګرونو کې د مسلکي کسانو لخوا د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د کار کوونکو د وړتیاوو لوړولو لپاره، ۶۶ روزنیز پروګرامونه هم جوړ شوي دي.
مسئولین زیاتوي، چې له سپين بولدک، تورخم او کابل څخه، لسګونه زره راستانه شوي کډوال، خپلو سيمو او مېنو ته په وړيا او خوندي ډول لېږدول شوي دي. همدارنګه، په کابل ولایت کې د معیاري ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په موخه، څه باندې درې نیم زره جریبه ځمکه، د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته انتقال شوې ده.#