د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو، د سه شنبې په ورځ (۲۰ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یوکلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل: په تېر یوه کال کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ۲۶۰ نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې پروګرامونو له څرنګوالي څخه څارنه شوې ده. دغه راز سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد لپاره اړینې اسانتیاوې او شرایط برابر شوي او ۶۵۲ تنه جید علماء د استادانو په توګه هغه هېواد ته استول شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه، چې په ګمرکونو کې د ۱۳ جوماتونو او د ولایتونو په مستوفیتونو کې د ۲۵ جوماتونو د جوړولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي. همدارنګه، په لوګر ولایت کې د استیناف محکمې اړوند د یوه جومات، په بدخشان ولایت کې د نبوي جومات او عیدګاه جومات، په فاریاب ولایت کې د درې جوماتونو او په بلخ ولایت کې د حاجیانو د مجتمع جوړولو له چارو څخه په دوامداره توګه څارنه شوې ده.
په همدې ډول، په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو د امامانو لپاره د ظرفیت لوړونې د ۴ سیمینارونو جوړول، په ۱۴ ولایتونو کې د ۷۵ جوماتونو سمبالول او د ټرانسپورټ وزارت، اټومي انرژۍ ادارې، سټنډرډ ادارې، د سمنګان ولایت مقام او د فراه ولایت محکمې په مربوطاتو کې د ۵ جوماتونو جوړول؛ په تیر کال کې د وزارت له عمده فعالیتونو څخه دي.
د مسئولینو په خبره، د عمرې او زیارت له ۱۳۲ متقاضي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي، د عمرې او زیارت متقاضي شرکتونو ته ۴۲ جوازونه ورکړل شوي، سعودي عربستان ته د ۴۴۳۰۷ معتمرینو او عمرې متقاضیانو د لېږد لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او د ۴۰ قراردادي شرکتونو له فعالیتونو څخه په دوامداره ډول څارنه شوې ده.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: د بېلابېلو مسایلو په اړه ۳۵۳ فتواګانې صادرې شوي، په ۴۲ مواردو کې د قرآن کريم، تفسيرونو، کتابونو او رسایلو د چاپ د صحت په اړه نظر ورکړل شوي او ۷ علمي اثار تالیف او تدوین شوي دي. همدارنګه نړیوالو سیالیو ته د ممتازو قاریانو د ورپېژندنې په موخه، په ټول هېواد کې د قرآنکریم د حفظ، تجوید او قرائت سیالۍ تر سره شوي، چې په پایله کې یې ۳ قاریان او یو داور په ایران کې د قرآنکریم د نړیوالو سیالیو څلوېښتم پړاو او ۲ قاریان په ترکیې کې د قرآنکریم د نړیوالو سیالیو نهم پړاو ته ورپېژندل شوي دي.
د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې ۸۵۰۸ تنه د دیني علومو له بېلابېلو څانګو، ۸۰ تنه د ائمه تدریب ستاژ له لومړۍ دورې او ۱۵ تنه د قرائت له عالي انسټیټوټ څخه فارغ شوي دي.
مسئولین زیاتوي، چې په غور، کابل، سرپل، کندز، جوزجان، میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې د جوماتونو، مدرسو او هدېرې لپاره ۱۲۷ جریبه ځمکه ثبت شوې ده. دغه راز د میدان وردګو، غزني، زابل او کندهار په لویه لار کې هم د جوماتونو جوړولو لپاره ۱۸ جریبه ځمکه تثبیت شوې ده.
د وزارت د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، په تېر کال کې د وزارت د رهبرۍ پلاوي په ایران کې د اسلامي مذاهبو د نېږدېوالي په ۲۷ کنفرانس او په ترکیې کې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي کنفرانس کې ګډون کړی. همدارنګه اوزبیکستان ته د سفر تر څنګ یې، د حاجیانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه سعودي عربستان ته هم سفر کړی دی.