د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د پرانیستې مراسمو د پراخ خبري پوښښ موخه، د اوبو او انرژۍ وزارت، دولتي او خصوصي رسنیو مسئولینو د همغږۍ ناسته، د پنجشنبې په ورځ (۲۶ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د رسنیو له مسئولینو یې وغوښتل چې د دې ملي پروژې د پرانیستې مراسمو ته د تل په څېر ښه خبري پوښښ ورکړي.
وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو، د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې په اړه بشپړ جزئیات د رسنیو له مسئولینو سره شریک کړل او د پروژې پرانیستې مراسمو د ښه مطبوعاتي پوښښ په اړه یې د رسنیو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز، د رسنیو مسئولینو هم په خپل وار سره د یادې پروژې د پرانیستې مراسمو د ښه خبري پوښښ په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ په اړه ډاډ ورکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د نغلو د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې شوي او تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ به پرانیستل شي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تل هڅه کړې، چې ریښتینو معلوماتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسرسۍ اسانه او د امارتي ادارو د کړنو ښه انعکاس ته زمینه برابره کړي.