د اقتصادي، مالي، کرنې او انرژۍ سکتورونو د ویندویانو او دولتي او خصوصي رسنیو د مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د دوشنبې په ورځ (۱۴ لړم ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ناستې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
وروسته د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي هم په خپل وار سره د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت په هره برخه کې ښې او ملموسې لاسته راوړنې لري، چې د دې لاسته راوړنو د لا ښه انعکاس په موخه، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ پیاوړتیا اړینه ده.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله او د دوام غوښتنه یې وکړه.
د رسنیو مسئولینو او خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د ستونزو د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل.
دغه راز، د مالیې، کرنې، سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو او د افغانستان بانک ویندویانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د رسنیو له مرکز څخه یې مننه وکړه چې د ویندویانو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا برخه کې اغېزناکه هڅې کوي.
د یادو ادارو ویندویانو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا برخه کې به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاعاتو شریکولو بهیر چټک او پیاوړی شي.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، یو ځل بیا له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او د د غونډې د جمع بندۍ ترڅنګ یې له دواړو لوریو څخه وغوښتل ترڅو د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه پیاوړې او د دوه اړخیزه همکاریو لپاره دې هلې ځلې وکړي. همدا راز یې زیاته کړه، چې د دواړو لوریو د وړاندیزونو په عملي کېدو کې به د امکان ترحده پوره هڅه او کوښښ وکړي.