د روغتیا، ټولنیزو چارو، خدمتونو او سپورټ سکتورونو د ویندویانو، دولتي او خصوصي رسنیو د مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د دوشنبې په ورځ (۲۸ لړم ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ناستې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
محترم ناصري وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او د رسنیو له مسئولینو یې غوښتنه وکړه څو دغه لاسته راوړنې په ښه ډول تر ولس او نړیوالو ورسوي.
دغه راز ښاغلي ناصري وویل: د رسنیو مرکز په پام کې لري څو د مالي، اقتصادي، روغتیا او چاپېریال ساتنې ادارو د اړوندو اصطلاحاتو په اړه د خبریالانو د پوهاوي لوړولو په موخه، روزنیز ورکشاپونه په لار واچوي او د رسنیو له مسئولینو وغوښتل، چې د اړوندو برخو خبریالان دې په یادو ورکشاپونو کې د ګډون لپاره د رسنیو مرکز ته ور وپېژني.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله او د دوام غوښتنه یې وکړه.
د رسنیو مسئولینو زیاته کړه، چې له دې وړاندې د ځینو سکتورونو ویندویانو سره د همغږۍ ناستې ګټورې ثابتې او د یادو سکتورونو د ویندویانو او رسنیو ترمنځ همکاري او همغږي تر پخوا څخه زیاته شوې ده.
په همدې ډول، د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او مخابراتو وزارتونو، د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست، کابل ښاروالۍ او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویندویانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې، د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز د هڅو ستاینه وکړه.
د یادو ادارو ویندویانو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا برخه کې به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاعاتو شریکولو بهیر چټک او پیاوړی شي.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رسنیو سره د اړیکو آمر، محترم محمد آصف احمدزوی، له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او د غونډې د جمع بندۍ ترڅنګ یې له دواړو لوریو څخه وغوښتل ترڅو د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه پیاوړې او د دوه اړخیزه همکاریو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
ښاغلي احمدزوی وویل، چې د دواړو لوریو د وړاندیزونو په عملي کېدو کې به د امکان ترحده پوره هڅه او کوښښ وکړي.