د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر محترم مولوي نقیب الله احمدي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت د کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، دواړه مسلمان هیوادونه ښې اړیکې لري. همداراز په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي.
په مالیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر زیاته کړه، دا چې په کوربه هیواد کې زموږ ګڼ شمېر هیوادوال قونسلي خدمتونو ته اړتیا لري، نو له همدې امله د سفارت قونسلي برخه په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته په فعال ډول خدمات وړاندې کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده او په مالیزیا هیواد کې یې د افغانستان اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او کړنو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، افغانستان او مالیزیا د دوه مسلمان او دوست هیوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاريخي او پیاوړي روابط لري او لازمه ده چې په کوربه هیواد کې د سفارت مسؤلین د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام کوښښ وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د مخکې په پرتله لازیاته پراختیا ومومي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مالیزیا کې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې په مالیزیا کې افغان محصلینو او نورو مېشتو هیوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې هڅې وکړي.