د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، مهاجرینو او ټرانسپورټ سکتورونو د ویندویانو، کورنیو او بهرنیو رسنیو د مسئولینو او خبریالانو د همغږۍ ناسته، د چهارشنبې په ورځ (۳۰ لړم ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ناستې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
محترم ناصري وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه، د رسنیو لخوا د کره او دقیقو راپورونو په خپرېدو سره له یوې خوا د بې بنسټه تبلیغاتو مخه نیول کېږي او له بلې خوا د حکومت او ولس ترمنځ واټن کم او پر نظام د خلکو باور زیاتېږي.
وروسته د رسنیو مسئولینو او خبریالانو په خپل وار سره ویناوې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پیاوړتیا په موخه یې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول یو ښه او پر ځای اقدام وباله او د دوام غوښتنه یې وکړه.
د رسنیو مسئولینو زیاته کړه، چې مخکې کومې ناستې تر سره شوي تر ډېره بریده ګټورې ثابتې او د اړوندو ادارو د ویندویانو او رسنیو ترمنځ همکاري او همغږي تر پخوا څخه زیاته شوې ده.
ورپسې، د ټرانسپورټ، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز د هڅو ستاینه وکړه.
د یادو ادارو ویندویانو وویل، چې د لاسته راوړنو د انعکاس، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو سره د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا برخه کې به بشپړه هڅه وکړي څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې او د اطلاعاتو شریکولو بهیر چټک او پیاوړی شي.
په پای کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رسنیو سره د اړیکو آمر، محترم محمد آصف احمدزوی، د غونډې د جمع بندۍ ترڅنګ، له دواړو لوریو څخه وغوښتل ترڅو د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د ښه انعکاس لپاره اړین فرصتونه برابر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه پیاوړې او د دوه اړخیزه همکاریو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
ښاغلي احمدزوی وویل، چې د دواړو لوریو د وړاندیزونو په عملي کېدو کې به د امکان ترحده پوره هڅه او کوښښ وکړي.