د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د مالدارۍ د فارمونو اتحادیې له يو شمېر استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ليدنه کې راغلو استازو د یادې اتحادیې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلوماتو ورکولو پرمهال وويل، په کابل کې د شېدو بازار خودکفا شوی او دا مهال پکې تقریباً ۲۰۰ فارمونه په فعالیت بوخت دي.
دوی په هېواد کې د بې کیفیته پوډرې شېدو د بندېدو غوښتنه وکړه وې ویل، تولیدي فابریکې باید له خالصو وطني شېدو استفاده وکړي څو هېوادوال له با کیفیته شېدو برخمن شي. راغلو استازو د دې اتحادیې او فارمونو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د مالدارۍ د فارمونو اتحادیې له غړو څخه په مننې وويل، اسلامي امارت د پانګوالو او کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا ملاتړ کوي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.