د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د سه شنبې په ورځ (۶ لیندۍ ۱۴۰۳) د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو اتحادیې، د افغانستان د ژورنالستانو اتحادیې او د افغانستان رسنیز بنسټ له مسئولینو سره په خپل دفتر کې وکتل.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د لیدنې د موخو په اړه یې بشپړ معلومات شریک کړل.
ورپسې، د ذکر شویو بنسټونو مسئولینو، پخپل وار سره خبرې وکړې او د یادو بنسټونو د فعالیتونو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل.
د یادو بنسټونو مسئولینو وویل: د رسنیو ملاتړي بنسټونه په هېواد کې د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو پیاوړتیا او د خبریالانو ستونزو هوارولو ته کار کوي. هغوی زیاته کړه، چې د نظام د اطلاع رسونې بهیر دې لاپسې چټک او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې دې موجودو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د رسنیو، رسنیو ملاتړو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ همکاري او همغږي اړینه وبلله او د دواړو لوریو ترمنځ یې د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
محترم حقاني وویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی. ښاغلي حقاني زیاته کړه، رسنۍ پخپلو ښو فعالیتونو سره، عامه اذهان مثبت لور ته سوق کوي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن کموي.
په پای محترم حقاني د رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې د رسنیو مرکز به په دوامدار ډول هڅه وکړي څو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو ستونزو ته پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.