د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري او د یاد مرکز له رسنیو سره د اړیکو آمر، محترم محمد آصف احمدزوی، د چهارشنبې په ورځ (۷ لیندۍ ۱۴۰۳) له سلام وطندار راډیو څخه لیدنه وکړه.
په پیل، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د سلام وطندار د راډیو له مسئولینو او همکارانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ په باب مننه او قدردانۍ وکړه او د لیدنې د موخو په تړاو یې معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي پخپلو خبرو کې په ننني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې وویل: رسنۍ د کره او دقیقو معلوماتو په خپرولو سره د عامه افکارو په روښانولو او مدیریت کې مهم رول لوبوي.
محترم حقاني زیاته کړه، رسنۍ کولی شي چې د نظام لاسته راوړنې په ښه ډول له ولس سره شریکې کړي څو له دې لارې ولس په هره برخه کې د نظام له فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر او پر نظام د خلکو باور زیات شي.
محترم حقاني، د سلام وطندار راډیو له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او اړیکو پر پیاوړتیا او د دغه نشراتي کانال څخه د نظام د لاسته راوړنو پر انعکاس تیڼګار وکړ.
همداراز، د سلام وطندار راډیو مسئولینو په خپل وار خبرې وکړې، او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رول مهم او اړین وباله.
هغوی همدارنګه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه رسنۍ به په نشراتي او تخنیکي برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او په ټوله کې له امارتي ادارو سره همکاره پاتې شي.
د ناستې په پای کې پر یو شمېر نورو موضوعاتو تخنیکي او مفصل بحثونه ترسره او ورته ناستو پر دوام ټینګار وشو.