د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو د ژورنالېزم برخه کې د عملي زده کړو او تجربو ترلاسه کولو لپاره، د سه شنبې په ورځ (۱۳ لیندۍ ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته علمي سفر وکړ.
په پیل د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو او استادانو ته ښه راغلاست ووایه او د سفر د اجنډا په اړه یې جزییات وړاندې کړل.
دغه راز ښاغلي ناصري د یوه ترتیب شوي پریزنټېشن له لارې د کاردان پوهنتون محصلینو او استادانو سره، د رسنیو مرکز د تاریخچې، لیدلوري، اهدافو او فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات هم شریک کړل.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د کاردان پوهنتون استادانو او محصلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د ژورنالېزم مسلک د یوه مهم مسلک په توګه یاد کړ وې ویل، چې ژورنالېزم یوازې یو مسلک نه، بلکې د ټولنیز بدلون او عامه پوهاوي یوه پیاوړې وسیله هم ده.
محترم حقاني محصلینو ته په خطاب کې وویل: تاسو په پوهنتون کې د ژورنالېزم د هرې څانګې په تړاو نظري درسونه لوستي او په دې برخه کې مو له ټولو موضوعاتو سره بلدتیا پیداکړې؛ خو د رسنیو مرکز به هڅه وکړي چې د ژورنالېزم برخه کې تاسو ته د عملي زده کړو او تجربو ترلاسه کولو فرصت برابر کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، ژورنالېستان دي چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې تر مسئولینو رسوي او مسئولین یې د حل برخه کې اقدامات تر سره کوي، چې دا چاره د ولس او نظام ترمنځ واټن کموي او پر نظام د خلکو د اعتماد او باور د زیاتېدو لامل کېږي.
په همدې ډول، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز- رسنیو سره د اړیکو څانګې مسئول، محترم محمد آصف احمدزوی، محصلینو ته په مرکز کې د خبري ناستو او کنفرانسونو د خبري پوښښ، ځانګړو مرکو او کلېپونو او د رسنیو مرکز په سټوډیو کې د پروګرامونو د ثبتولو په اړه، په عملي بڼه معلومات ورکړل.
د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو د رسنیو مرکز ته د دې علمي سفر په اړه خوښي څرګنده کړه، وې ویل چې دا ډول سفرونه د محصلینو لپاره د عملي زده کړو یوه غوره سرچینه ده او دا یې د خپلې مسلکي ودې لپاره یو مهم ګام وباله.