د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان هیواد ته د سفر پر مهال د یاد هیواد له مقاماتو او لرغونو او فرهنګي سیمو څخه د لیدنو پر دوام، ترمذ ښار ته سفر وکړ.
ترمذ ښار ته له رسېدو سره سم د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي ته د سرخان والي او د ترمذ مقاماتو هرکلی ووایه او وروسته یې د سرخان له والي ښاغلي الوغ بیک قاسموف سره وکتل.
د سرخان والي محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال د دواړو هیوادونو اړیکي لرغوني وبللې وې ویل، افغانستان او ازبکستان له اوږدو کلونو راهیسي د دوه ورونو ګاونډیو په توګه سوله ییز ژوند کړی او په ټولو برخو کې یې له یوه بل سره حسنه او نېکې اړیکې پاللي دي چې ازبکستان د بل هر وخت په پرتله په بېلابېلو برخو کې د دغو اړیکو پیاوړتیا غواړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دوی د مېلمه پالنې قدرداني وکړه وې ویل، افغانستان او ازبکستان د دوه نږدې دوستو ګاونډیو په توګه له یوه بل سره د متقابل درناوي پر بنیاد نېکې او حسنه اړیکې لري او افغانستان هڅه کوي د دواړو هیواونو ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او ګډو مشترکاتو پربنسټ دغه روابط لا زیات پراخ او پیاوړي کړي.
محترم مولوي عبدالسلام او مل پلاوي یې د دې سفر پر مهال د یاد ولایت د مقدسو، تاریخي او فرهنګي ځایونو په ځانګړي ډول د امام ترمذي او حکیم ترمذي رحمهما الله مقبره ولیدله او دوی ته یې د مغفرت دعا وکړه.#