د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي یې په ترمذ ښار کې له مېشت یو شمېر افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د اسلامي امارت په قونسلګرۍ کې ترسره او په ترمذ ښار کې د اسلامي امارت سر قونسل او نورو مسؤلینو هم حضور درلود، په پیل کې په ترمذ کې مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو د ریاست الوزراء اداري مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
دوی دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې د لازیاتو اسانتیاؤ برابرولو په برخه کې هم خپل وړاندیزونه د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ترمذ کې مېشتو افغانانو، سوداګرو او پانګوالو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت تل هڅه کوي پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اوس مهال اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او له دوی یې وغوښتل چې له دې موقع څخه په استفادې دې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي په داسې حال کې چې د سرخان دریا والي او مسؤلینو یې هم ملتیا کوله، له سرحدي ګډ بازار څخه لیدنه وکړه.
همداراز د اسلامي امارت د پلاوي او سرخان دریا ولایت د چارواکو ترمنځ کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې به په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سواګرۍ په برخه کې لاپراخه او پیاوړې شي.