د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې د یکشنبې په ورځ (۱۶ مرغومی ۱۴۰۳) په کابل کې د سي سي ټي وي (CCTV) خبري شبکې له دفتر څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د لیدنې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل وې ویل: د رسنیو مرکز رهبرۍ له رسنیو څخه د لیدنو لړۍ پیل کړې، څو له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې او مشکلات واوري او د حل لپاره یې مناسبې لارې ولټوي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت په اوسني عصر کې د رسنیو پر اهمیت پوهېږي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو د فعالیت بشپړ ملاتړ کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلې پالېسۍ له مخې، تل هڅه کوي څه چې وایي په عمل کې یې ثابت کړي او ولس ته دا څرګنده کړي چې دوی یوازې خبرې نه؛ بلکې عمل هم کوي، په همدې اساس له ټولو هغو کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې فعالیت کوي هم دا تمه لري، چې پر حقایقو ولاړ راپورونه له ولس او نړیوالو سره شریک او د افغانستان ریښتیني تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.
د محترم حقاني په خبره، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
دغه راز، په کابل کې د سي سي ټي وي (CCTV) خبري شبکې مسئولینو د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د رسنیو مرکز د دې اقدام ستاینه وکړه، چې له نېږدې څخه د رسنیو ستونزې اوري او د دوه اړخیزه همکاریو د لا پراختیا برخه کې دوامداره هڅې کوي.
دغه راز، هغوی زیاته کړه، چې د رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو او رسنیو مسئولینو د ګډو ناستو په پایله کې د اطلاع رسونې بهیر ښه شوی او اوسمهال اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې کومه خاص ستونزه شتون نلري.
په پای کې دواړو لوریو د همکارۍ او تعامل کچې پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.