د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې د یکشنبې په ورځ (۲۳ مرغومی ۱۴۰۳) په کابل کې د رویټرز خبري اژانس له دفتر څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، خبرې وکړې وې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ او رسنیو فعالیت ته ژمن دی او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه تل هڅه کړې چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه پیاوړي، د امارتي اداور او رسنیو مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه پراخه او اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د خبریالانو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
محترم حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر ته قایل ندی او هڅه یې داده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ټولو رسنیو ته یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي حقاني، په کابل کې د رویټرز خبري اژانس له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې په حقایقو ولاړو راپورونو او خبرونو په خپرولو سره د افغانستان ريښتیني او اصلي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.
دغه راز، په کابل کې د رویټرز خبري اژانس مسئولینو د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، له رسنیو څخه د رسنیو مرکز رهبرۍ د لیدنې ستاینه وکړه او دغه چاره یې د مرکز او رسنیو ترمنځ د تعامل کچې لوړولو برخه کې ښه اقدام وباله.
د رویټرز خبري اژانس مسئولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د یو شمېر ستونزو یادونه وکړه او د رسنیو له مرکز څخه یې وغوښتل چې د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د همکارۍ او تعامل کچې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.