د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سرپرست، محترم شیخ محمد خالد حنفي، کورنیو او بهرنیو رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو د مسئولینو همغږۍ ناسته د یکشنبې په ورځ (۳۰ مرغومی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ناستې د اصلي موخې په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دې وروستیو کې د کابینې له وزیرانو سره د رسنیو مسئولینو د ناستو لړۍ پیل کړې، چې موخه یې د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ او تعامل کچې لا زیاتول دي.
وروسته، د رسنیو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو مسئولینو په خپل وار سره خبرې وکړې او د داسې ناستو جوړول یې یوه اړتیا وبلله څو له دې لارې پخپلو رسنیزو فعالیتونو کې د اسلامي امارت د مسئولینو لارښوونې له ځان سره ولري.
دغه راز هغوی وویل، دا د رسنیو مسئولیت دی، چې پر حقایقو ولاړ خبرونه او ریښتیني معلومات له ولس او نړیوالو سره شریک کړي څو هغوی په حقایقو خبر او د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي؛ خو زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسئولینو ملاتړ ته اړتیا لري.
ورپسې، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست، محترم شیخ محمد خالد حنفي وینا وکړه وې ویل: مونږ په اوسني عصر کې د ټولنې د اصلاح او عامه اذهانو د روښانولو برخه کې د رسنیو په رول پوهېږي او اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو فعالیت ته ژمن دی.
محترم حنفي د رسنیو مسئولینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د نظام او ولس رسا غږ یاست، چې د نظام لارښوونې له ولس او د ولس ستونزې او غوښتنې له مسئولینو سره شریکوئ.
ښاغلي حنفي زیاته کړه، رسنۍ کولی شي، چې د کره او ريښتینو معلوماتو په خپرولو سره، ولس او نړیوال د نظام له فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه خبر کړي او د افغانستان اصلي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او تعامل کچې پر لا پراختیا ټینګار وکړ او دا چاره یې د دواړو لوریو د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.
محترم حنفي، د خپلو خبرو په پای کې د رسنیو مسئولینو ته د خپلې بشپړې همکارۍ په اړه ډاډ ورکړ.
په پای کې دواړو لوریو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د داسې ناستو زمینه یې برابره کړې او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ. ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.