GMIC - Aghanistan

امارت اسلامی افغانستان

ریاست عمومی دفتر ریاست الوزراء

دفتر سخنگو

مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت

خبرهای تازه
برگزاری نشست ویژه برای تنظیم امور ترافیکی و کاهش حوادث ترافیکی بالای جاده‌ | وزارت حج و اوقاف: برای سال ۱۴۰۵ هجری شمسی، ۳۰ هزار سهمیه برای افغانستان اختصاص داده شده است | رئیس مرکز اطلاعات و رسانه‌های حکومت با مسئول روابط استراتیژیک و معاون بخش حقوق بشری یوناما دیدار کرد

مالیې وزارت د مالیاتي تخفیفونو اعلان وکړ؛ د پانګونې، تولید او اقتصادي ودې پر ملاتړ ټینګار وشو

مالیې وزارت د مالیاتي تخفیفونو اعلان وکړ؛ د پانګونې، تولید او اقتصادي ودې پر ملاتړ ټینګار وشو

2026-07-12

مالیې وزارت د مالیاتي تخفیفونو اعلان وکړ؛ د پانګونې، تولید او اقتصادي ودې پر ملاتړ ټینګار وشو

د چنګاښ ۲۱مه، کال ۱۴۰۵ 

د مالیې وزارت د مالیاتي تخفیفونو د اعلان غونډه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، چې پکې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، صنعتکارانو، سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د ریاست الوزراء مقام اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د غونډې د جوړېدو له امله د مالیې وزارت او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز څخه مننه وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت پانګه‌والو، صنعتکارانو، اصنافو او کسبه‌کارانو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هغوی لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅې کوي.
هغه د نویو مالیاتي اسانتیاوو په اړه وویل، د تېلو او ګازو واردونکو شرکتونو لپاره په هر ټن باندې مالیه ۵۰ افغانۍ ټاکل شوې او د مالونو د لېږد پر مالیه، چې مخکې یو سلنه وه، اوس نیم سلنې ته راټیټه شوې ده. نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې هغه کسان چې کلني عواید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، له مالیې معاف دي او د ۱۲۰ زره څخه تر یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو پورې عاید لرونکي به لس سلنه مالیه ورکوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مالیاتو ورکړه د هر وګړي اسلامي او ملي مسئولیت وباله او له مالیاتي کارکوونکو او پلټونکو یې وغوښتل چې د مالیاتو د راټولولو پر مهال د اسلامي اصولو، عدالت او ښو اخلاقو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي.
د مالیې وزیر، محترم ملا محمد ناصر اخوند، وویل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او د مالیې وزارت د هڅو په پایله کې هېوادوالو ته په مالیاتي برخه کې مهم معافیتونه او تخفیفونه برابر شوي، څو د مالیاتو د ورکړې بهیر اسانه او منظم شي.
هغه زیاته کړه چې مالیاتي معافیتونه یوازې د اسانتیاوو رامنځته کول نه دي، بلکې د اقتصادي پالیسۍ یوه مهمه وسیله ده چې د پانګونې هڅولو، د تولید او صادراتو زیاتولو، د کارموندنې د فرصتونو پراخولو او د خصوصي سکټور د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابروي. 
همدارنګه، د چارو ادارې عمومي رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، هم په خپلو خبرو کې وویل چې شفافیت او همغږي د هېواد د پرمختګ اساسي شرطونه دي. هغه د مالیې وزارت له لوري د مالیاتي سیستمونو د عصري کولو اقدامات مهم وبلل او ویې ویل چې د دغو اصلاحاتو په مټ به یو شفاف او اغېزناک مالیاتي نظام رامنځته شي. نوموړي د مالیاتي تخفیفونو اعلان د خصوصي سکټور د ملاتړ او د شرعي اصولو او عدالت پر بنسټ یو مهم اقدام وباله.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، محترم نورالدین عزیزي، په خپلو څرګندونو کې وویل چې د پانګې د تولید، صنعت او صادراتو پر لور سوق کول د اقتصادي ودې، اقتصادي امنیت او دوامدارې پراختیا لپاره بنسټیز ارزښت لري. هغه زیاته کړه چې هره نوې فابریکه د ځوانانو لپاره د کار فرصتونه برابروي او د هېواد د اقتصادي ځان‌بساینې پر لور مهم ګام ګڼل کېږي.
نوموړي څرګنده کړه چې د مالیاتو د کمولو موخه د دولت د عوایدو راکمول نه، بلکې د تولید، پانګونې او کارموندنې زیاتول دي، ځکه د اقتصادي فعالیتونو پراختیا په پایله کې د دولت عواید هم په دوامداره توګه لوړېږي.
د غونډې په لړ کې، د خصوصي سکتور استازو هم خبرې وکړې او د نظام دغه اقدام یې ارزښناک او حیاتي وباله.
غونډه په پای کې د هېواد او نظام د سوکالۍ او بریا په دعا سره پای ته ورسېده

به اشتراک بگذارید