د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد ارسلاح خروټي سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي خروټي د یاد وزارت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره بېرته هيواد ته د کډوالو راستنېدو کچه لوړه شوې او هره ورځ سلګونو تنه بېرته خپل هيواد ته راګرځي.
نوموړي زیاته کړه، کډوالو سره د مرستو او لاسنیوي په موخه یې له بېلابېلو مؤسسو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت هڅه کوي ټولو افغانانو ته په هیواد کې د ارامه او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
نوموړي له ټولو کورنیو او بهرنیو مؤسسو او بنسټونو مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې له افغانانو سره مرستې کوي او افغان کډوالو سره یې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل همداراز د وزارت د چارو لا ښه والي په موخه ښاغلي خروټي ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.