د مرکز تاریخچه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د جمهوري ریاست د ارګ دفتر ریاست تر چتر لاندې رامنځته شو. دغه مرکز معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي، له رسنیو سره د دولتي مقاماتو د دوامداره اړیکو د تامین، د ویندویانو او دولتي ادارو د مطبوعاتي مسوولینو د ظرفیت لوړولو او د نظام د کړنو او لاسته راوړنو د انعکاس لپاره ایجاد شو.

یاد مرکز د رامنځته کېدو له وخت نه تر دې دمه، د اطلاع رسونې بهیر پیاوړتیا، معلوماتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسرسي، د رسنیو او دولتي ادارو د مسوولینو ترمنځ د اړیکو تامین او همغږۍ پیاوړتیا او عامه اذهانو روښانولو برخه کې ښکاره او ملموسې لاسته راوړنې لري.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کار په پیل کې د تمویلوونکو ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ سره فعالیتونه پر مخ وړل خو په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د یاد مرکز تشکیلات د دولت له تشکیلاتو سره مدغم شول او په همدې کال یې د کابل له شش درک ساحې څخه، مرمرینې ماڼۍ ته نقل مکان وکړ چې تر دې مهاله په یاده ماڼۍ کې فعالیت کوي.

د وخت د دولت رهبرۍ په لارښوونه، د جمهوري ریاست د دفتر ریاست تشکیلات د چارو ادارې سره مدغم او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د جمهوري ریاست د ارګ د چارو ادارې تر چتر لاندې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره رامنځته او د مخکېني دولت رهبرۍ د لزوم دید له مخې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې سره مدغم شوه.

په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د نظام د رهبرۍ لزوم دید له مخې، د دفتر د لوی ریاست تشکیلات له چارو ادارې څخه بېل شول، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره د دفتر د لوی ریاست پر یوه معاونیت بدله شوه او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز یو ځل بیا د چارو د مسوولینو د توجه او پاملرنې وړ وګرځېد. د مرکز رول او ځای ځایګي ته په کتو پرېکړه وشوه، چې د مرکز تشکیلات د چارو ادارې له تشکیلاتو جلا او د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاونیت تر چتر لاندې، د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا لوی ریاست سره مدغم شي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه؛ د تاسیس له وخت څخه تر دې دمه پورې تل هڅه کړې تر څو معلوماتو ته د خبریالانو او خلکو د لاسرسي کچه لوړه کړي. د رسنیو او دولتي چارواکو د اتصال زمینه برابره کړي او د دولتي ادارو له کړنو، پالیسیو او پروګرامونو څخه ملت او نړیوال خبر کړي.