د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د دوشنبې په ورځ (۱۵ لړم ۱۴۰۲) د دغه مرکز د ناستو په تالار کې د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له مشرتابه پلاوي او د یو شمېر رسنیو له مسئولینو سره وکتل.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني وویل: مونږ د رسنیو رسالت او اغېز په بشپړ ډول درک کوو او د رسنیو رول په دې برخه کې مهم بولو. اوس د رسنیو د فعالیت او کار لپاره هر ډول فرصت برابر دی او رسنۍ باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې مرکز په دوامداره ډول هڅه کوي څو د رسنیو د کار پر وړندې پرتو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وکړي او د رسنیو او مرکز ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ کچه نوره هم پراخه او پیاوړې شي. هغه د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له مشرتابه پلاوي او رسنیو له مسئولینو وغوښتل چې په دې برخه کې له مرکز سره په ګډه کار وکړي.
وروسته د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې مشرتابه پلاوي او د رسنیو مسئولینو پخپل وار سره خبرې وکړي او د رسنیو د ستونزو د حل لپاره یې دا ډول لیدنې مهمې وبللې. دغه راز هغوی د رسنیو د کار پر وړاندې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د حل په موخه یې خپل وړاندیزونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.
په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د شته ستونزو هوارولو او د دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ پراختیا لپاره د ګډونوالو وړاندیزونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د رسنیو مرکز به تر خپل وسه په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.