د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د چهارشنبې په ورځ (۱۷ لړم ۱۴۰۲) د خبریالانو مالي ملاتړ د ملي صندوق مسئولینو سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د خبریالانو مالي ملاتړ د ملي صندوق رئیس او غړو په خپل وار سره خبرې وکړې او د صندوق د اهدافو، فعالیتونو او ستونزو په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د خبریالانو مالي ملاتړ صندوق مسئولینو زیاته کړه، چې یاد صندوق اوسمهال د بودجې د کمښت له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دی او د دې ستونزو د حل په برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د همکارۍ غوښتنه کوي.
وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني، د خبریالانو مالي ملاتړ د ملي صندوق مسئولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: په ننني عصر کې د ټولنو د پرمختګ او عامه اذهانو د تنویر برخه کې رسنۍ او د رسنیو ملاتړي بنسټونه خاص اهمیت لري او باید پوره پاملرنه ورته وشي.
محترم حقاني زیاته کړه، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په دوامداره ډول له رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو سره له نېږدې په تماس کې دی او هڅه کوي چې په ښه ډول د هغوی ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.
ښاغلي حقاني وویل: چې د خبریالانو د مالي ملاتړ ملي صندوق د تمویل او بیا ځلي په پښو درېدو لپاره به، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له دغه صندوق سره تر خپل وسه همکاري وکړي.