--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو د مسئولینو همغږۍ ناسته تر سره شوه

د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو د مسئولینو همغږۍ ناسته تر سره شوه

2025-04-21

د کورنیو او بهرنیو، خصوصي او دولتي رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو د مسئولینو همغږۍ ناسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ناستې د موخو او اهدافو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

محترم ناصري وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز تل هڅه کوي چې په رسنیز او اطلاعاتي ډګر کې د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه او په دې برخه کې موجودو ستونزو ته په ګډه حللاره پیدا کړي.

وروسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، پخپلو خبرو کې له دغه مرکز سره، د رسنیو او رسنیو ملاتړ بنسټونو د دوامدارې همکارۍ مننه او ستاینه وکړه.

محترم حقاني وویل: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو، رسنیو د ملاتړو بنسټونو او امارتي ادارو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه، تل هڅه کړې چې د رسنیو او ادارو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچه لا پراخه او پیاوړې شي.

محترم حقاني زیاته کړه، چې د نننۍ ناستې د رابللو هدف هم اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ کچې زیاتولو او په دې برخه کې ځینو شته ستونزو ته د رسېدنې په تړاو د وړاندیزونو او نظرونو شریکول دي.

د حکومت د اطلاعاتوا و رسنیو مرکز د رئیس په وینا، هر څومره چې د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه شي؛ په همغه اندازه به یې پایلې ښې او مثبتې وي.

ورپسې، د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو هم پخپل وار سره خبرې وکړې، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پراختیا برخه کې یې د داسې ناستو جوړول اړین او مهم وبلل او په دې برخه کې یې د رسنیو مرکز د هڅو او هلو ځلو ستاینه وکړه.

دغه راز، هغوي په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې د ځینو شته ستونزو او د رسنیو د مالي او اقتصادي مشکلاتو یادونه هم وکړه او یادو ستونزو ته د رسېدو په خاطر یې خپل وړاندیزونه او نظرونه د رسنیو مرکز له رهبرۍ سره شریک کړل.

د ناستې په پای کې محترم حقاني د رسنیو او رسنیو ملاتړو بنسټونو مسئولینو ته په اړوندو برخو کې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.#

شریک یی کړی