--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو یوکلنو فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د خپلو یوکلنو فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ

2025-07-29

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۷ زمری ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغې ادارې سرپرست، محترم عبدالقاهر حاجي ادریس په دې خبري ناسته کې وویل: د احصایې او معلوماتو ملي اداره، د بنسټيزو اصلاحاتو، انکشافي پروژو د تطبیق او د عامه خدمتونو د کيفيت لوړولو برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. دغه راز، د کره احصایویي معلوماتو راټولولو او تحلیل، د تابعيت تذکرو وېش، د هويت تثبيت، د سروې ګانو ترسره کولو او خلکو ته د معياري خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم فعالیتونه تر سره شوي دي.
محترم حاجي ادریس زیاته کړه، په تېر کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱.۷ میلیارډه او د وارداتو ارزښت شاوخوا ۱۱.۷ میلیارډه ډالرو ته رسېدلی، چې د صادراتو عمده توکي انځر، پنبه، ممیز، هنګ او سکاره دي او زیاتره یې پاکستان، هند، ايران، متحده عربي اماراتو او ازبیکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال لپاره د هېواد د نفوسو تخميني شمېر هم وړاندې شوی، چې د دغه اټکل له مخې، د افغانستان نفوس ۳۶.۴ ميليونو کسانو ته رسېږي چې ۵۱ سلنه يې نارينه او ۴۹ سلنه يې ښځينه دي.
تېر کال دغې ادارې پنځه مهمې سروې ګانې په بریالیتوب سره تر سره کړي، چې د لوګر ولایت د کلیو نوملړ جوړونې، د کجکي بند د استملاک شوې ساحې، د کرنيزو ساحو د تثبيت، د پنبې د تولید او د روغتیا ملي سروې ګانې پکې شاملې دي.
مسئولین زیاتوي چې تېر کال څه باندې ۲.۴ ميليونه برېښنايي تذکرې وېشل شوي چې له دې ډلې شاوخوا ۶۰۰ زره یې په ښځو پورې اړه لري، چې په دې سره د وېشل شويو تذکرو ټول شمېر څه باندې ۱۶ ميليونو ته رسېدلی دی. په همدې ډول نېږدي ۱۰۰ زره کسانو ته تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي، چې تجديد، د مثنی ورکړه، د عمر او نوم اصلاح پکې شامل دي.
دولتي خدمتونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي په موخه، په کابل، بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار ولايتونو کې د اسان خدمت ۵ نوي مرکزونه جوړ شوي، چې په دې سره د دغو مرکزونو ټولیز شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی. دغه مرکزونه د تابعيت تذکرو او زېږون کارتونو د وېش او نورو اړوندو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. همداراز د نوبت اخيستلو انلاین سيستم هم فعال شوی، څو له ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ څخه مخنيوی وشي.

د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، په وروستي کال کې په کابل، هلمند، کندز، پروان، نورستان، ډایکنډي، فارياب، فراه، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، ۴۲ ودانیزې پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. دغه راز په کاپيسا، پروان، ميدان وردګ، غزني، پکتيا، خوست، تخار، بلخ، ډایکنډي، ارزګان او کونړ ولايتونو کې د نېږدې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت، د لمریزې برېښنا سیستمونه فعال شوي، چې د برېښنا د تولید ټولیز ظرفیت یې ۱۳۲.۷ کیلوواټه دی.
مسئولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې دغه ادارې د ازادې سیالۍ له لارې ۱۴۵۱ کسان د نويو کارکوونکو په توګه ګومارلي او د ۵۱۵ تنو کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرامونه ترسره شوي دي.
د اداري نظم او دسپلين د ساتنې په موخه، په مجموعي ډول ۱۴۱ دوسيې څېړل شوي، چې له مخې يې ۲۷ تنه د قوانينو او مقرراتو د سرغړونې له امله له دندو لېرې شوي، ۱۲۸ تنو ته اخطاريې ورکړل شوي، ۱۵۸ کسانو ته سپارښتنې شوي او د ۱۹ نورو بستونه تنزیل شوي دي.
د ۳.۲ ميليونو برېښنايي تذکرو وېش، د ۵ ميليونو انفرادي فورمو سکن کول، د اسان خدمت مرکزونو پراختيا، د تخصصي سروې ګانو ترسره کول، د نوي احصایې د نوي قانون تدوين، د نفوسو د سرشمېرنې لپاره د مقدماتي تدابيرو نيول او د هويت تثبيت او معلوماتو د تحليل سيستمونو پراختيا، په د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د دغې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

شریک یی کړی