د عامې روغتیا وزارت: د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړولو بودجه تصویب شوې ده

2025-07-27
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د یکشنبې په ورځ (۵ زمری ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
دد دغه وزارت سرپرست، محترم مولوي نور جلال جلالي، په دې خبري ناسته کې وویل: د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې د روغتیایي نظام د اصلاح، د تقنیني اسنادو د تصویب، د خدمتونو او روغتیایي زېربناوو د پراختیا برخه کې مهم ګامونه اوچت کړي دي.
محترم جلالي زیاته کړه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالېسي تدوین او تصویب شوې ده. همداراز، په تېر کال ۶ تقنیني مسودې، دوه طرزالعملونه، ۲۰۰ منشورونه، ۱۵ لایحې او ۷۰ روغتیایي لارښودونه هم چمتو شوي دي. د دې تر څنګ، د زېربناوو د پراختیا برخه کې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړولو بودجه تصویب او ابتدایي پړاوونه یې پیل شوي او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ۲۰ نورو روغتونونو د جوړولو چارې هم پيل شوي دي.
د وزارت د مسئولینو د معلومات له مخې تېر کال، د ۱۷۴ نیمګړو پروژو له ډلې څخه د ۱۲ پروژو چارې بشپړې شوي او ۲۰۲ روغتیایي مرکزونو ارتقا کړې ده. په یاده موده کې ۶۳۶۷ مسلکي او حمایوي کارکوونکي د د ازادې او رڼې سیالۍ له لارې په بېلابېلو بستونو کې ګومارل شوي دي. همدارنګه د شاوخوا ۳۳۰۰۰ کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو د تحلیل لپاره جامع ډېټابېس جوړ شوی او ۲۷۴۷۰ تنه کارکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.
په همدې ډول، تېر کال د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي سیستم د پراختیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې د روغتیایي مرکزونو جوړول او تجهیز، د لویو روغتونونو او تشخیصیه مرکزونو د جوړولو پروژو پیل او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د روغتیایي خدماتو برابرول پکې شامل دي.
په اتو ولایتونو کې د ۱۰۵ (FHH) ډوله روغتیایي مرکزونو جوړول، په انتاني او افغان-جاپان روغتونونو کې د رادیولوژۍ د دوه تشخیصیه مرکزونو پرانیستل، په تخار، بلخ، کندهار، هلمند، خوست او لوګر ولایتونو کې د جدي مراقبت خونو (ICU) جوړول، د سرطان د درملنې لپاره د ۵۰ بستریزو روغتونونو جوړول، په کابل کې د سرطان د درملنې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو د چارو پیل، د هېواد ۲۵ ولایتونو ته د ۴۰ امبولانسونو وېش، په کندز ولایت کې د مور او ماشوم د ۱۰۰ بستریز روغتون، د سرخکان د درملنې مرکز او د رواني درملنې د ۱۳ تخصصي مرکزونو جوړول، په ننګرهار ولایت کې د شکرې ناروغۍ د درملنې مرکز رامنځته کول، په هلمند ولایت کې د معتادینو د درملنې د ۲۰ بستریز روغتون فعالول، په لغمان ولایت کې د ۷ روغتیایي مرکزونو جوړول، د نیمروز د ولایتي روغتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړول او په بېلابېلو برخو کې د ۱۴ انکشافي پروژو تطبیق؛ په تېر کال کې د وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د روغتیا وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې په تېر کال کې د ۱.۲ میلیارډه افغانیو په ټولیز ارزښت ۳۸۸ لوی او واړه قراردادونه تر سره شوي دي. همدارنګه د ۲.۶ میلیارډه افغانیو په ارزښت، د هېواد ۲۲ مرکزي روغتونونو ته دوا، تجهیزات، خوراکي توکي او تېل تدارک شوي، چې دا چاره د تېر په پرتله د روغتیایي سکتور د مالي تمویل برخه کې د حکومت د ونډې زیاتوالی په ډاګه کوي.
همدارنګه، د محصولاتو د کیفیت د تضمین برخه کې یاد وزارت د درملو، خوړو او څښاک اوبو څه باندې ۷۱۷۷۲ نمونې ازمویلې چې له هغې ډلې ۹۲۸ یې بېکیفیته تشخیص شوې او ۴۱۸۸ نورې د بېلابېلو دلایلو له امله رد شوي دي. دغه راز، په مرکز او ولایتونو کې ۱۰۷۷ ټنه بېکیفیته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
مسئولین زیاتوي: د خصوصي سکتور برخه کې د هېواد په کچه ۳۵۲۶ خصوصي روغتیایي مرکزونه ثبت شوي چې له هغې ډلې ۳۸۲ مرکزونو په تېر کال کې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي. د دغو مرکزونو په فعالیت سره، نېږدې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره غیر مسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په همدې ډول، د عامې روغتیا وزارت د هڅو له امله، تېر کال د نړیوالو بنسټونو له خوا ۲۶۳ میلیونه افغانۍ مرسته جذب شوې ده. د دې تر څنګ، له دولتي او غیردولتي بنسټونو سره د همکارۍ ۳۵۴ قراردادونه وروستي شوي او له یو شمېر هېوادونو او نړیوالو مؤسسو څخه ۶ محمولې مرسته ترلاسه شوې، چې دوا، طبي تجهیزات، امبولانسونه او واکسینونه پکې شامل دي.
د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د دې وزارت مسؤلینو په تېر کال کې جاپان، ازبیکستان، مالیزیا، سویس، قطر، ایران، پاکستان او ټایلنډ هېوادونو ته ۴۰ رسمي سفرونه کړي دي.