--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د ترانسپورټ وزارت: د زېربناوو پراختیا او پانګونې جلبولو برخه کې مهم اقدامات ترسره شوي دي

د ترانسپورټ وزارت: د زېربناوو پراختیا او پانګونې جلبولو برخه کې مهم اقدامات ترسره شوي دي

2025-07-26

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسئولینو د شنبې په ورځ (۴ زمری ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د واټ ترانسپورټ مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حیدري، په دې خبري ناسته کې وویل: د زېربناوو د پراختیا او پانګونې د جلبولو په موخه پراخ اقدامات او هڅې ترسره شوي دي.
محترم حیدري زیاته کړه، تېر کال د ۵۵ پلان شویو پروژو له ډلې څخه، د ۳۴ پروژو د تطبیق چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلي، چې له دې لارې شاوخوا ۴ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د ترانسپورټ وزارت د مسئوینو په وینا، د هوايي او ځمکنيو ترانسپورټي شبکو د پراختیا لپاره د معیاري ترمینلونو او اړینو تاسیساتو د جوړېدو په موخه، شاوخوا ۲۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. دغه راز، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ترانسپورټي پروژو د پراختیا هڅې روانې دي. چې تر دې دمه د ۲۰ پروژو د تطبیق لپاره پانګونه جلب شوې او ځینې قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د ښاري ترانسپورټ د تنظیم، نویو ترمینلونو او تم ځایونو د جوړولو لپاره، د کابل ښار په ۲۱ ځایونو کې اړینې ځمکې تثبیت شوي دي.
مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې تېر کال څه باندې ۲۰ روزنیزې برنامې په لار اچول شوي او د وزارت ۲۰۰ کارکوونکي چین، متحده عربي اماراتو، هندوستان او نورو هېوادونو ته د مسلکي او تخصصي روزنو لپاره استول شوي دي.
په همدې ډول، د ۳۰ زره حاجیانو د انتقال اسانتیا، د څه باندې ۱۴ زره داخلي او خارجي الوتنو تنظیمول او د کابل، کندهار، هرات او بلخ د هوایي ډګرونو د ځینو برخو تجهیز او عصري کول او د وزارت له تخصصي انسټیټوټ څخه د ۸۰ تنو فارغېدل، په تېر کال کې د وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د ترانسپورټ وزارت مسئولینو څرګنده کړه، چې د ترانسپورټي همکاریو په برخه کې له روسیې، تاجیکستان او قزاقستان هېوادونه سره تفاهم ‌لیکونه لاسلیک شوي دي. د دې ترڅنګ، تېر کال، ۲۱۶ بار وړونکي او ۱۶۲ مسافر وړونکي شرکتونه له ترانسپورټ وزارت سره ثبت شوي ثبت شوي او د خدماتو د کیفیت د څار پروسه په دوامداره ډول روانه ده.
د مسئولینو په وینا، هېواد ته راستنېدونکو مهاجرینو ته د ترانسپورټې خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د تېر کال پر مهال شاوخوا ۵۴۰ زره راستانه شوي مهاجرین خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي او د راستنېدونکو لپاره لا هم دغه بهیر دوام لري.
د کابل هوایي ډګر د ترمینل پراختیا، د ساختماني پروژو تطبیق، د هوايي او ځمکني ترانسپورټ د برخو تجهیز او معیاري‌کول او د رسمي ترانسپورټي وسایطو کارولو ته وده ورکول، د روان کال له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

شریک یی کړی