د امارتي شرکتونو لوی ریاست: څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍپانګونه جذب شوې ده

2025-07-30
د امارتي شرکتونو د لوی ریاست مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۶ زمری ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، محترم مولوي احمد جان بلال په دې ناسته کې وویل: په تېر کال کې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د ۲۱مې، ۸ مې او ۱۶ مې شمېرې فرمانونو په رڼا کې د امارتي شرکتونو چارو د ښه تنظیم، دوامداره څارنې او ارزونې په موخه، پراخ اقدامات ترسره شوي دي.
محترم بلال زیاته کړه، د امارتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د پروژو او طرحو د ښه تطبیق ترڅنګ، دغه ریاست د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره لازم شرایط برابر کړي، چې په پایله کې یې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانۍ پانګونه جذب شوې چې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په وده کې به مهم رول ولوبوي.
د ښاغلي بلال په خبره، په تېر کال کې شاوخوا ۸.۴ میلیارده افغانۍ د دولت حساب ته اضافه شوي، نېږدې ۲.۷۷ میلیارده افغانۍ د امارتي شرکتونو مطالبات تصفیه او شاوخوا ۶۱۱ میلیونه افغانۍ پورونه ورکړل شوي دي.
د یاد ریاست مسئولین زیاتوي، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د تېر کال پر مهال په مختلفو برخو کې ۲۳ قراردادونه او مشارکتي طرحې منظور کړي دي. په یادو قراردادونو کې د خصوصي پانګونې ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به د امارتي شرکتونو لپاره شاوخوا ۳۲ میلیارده افغانۍ عواید برابر کړي. دغه راز، د لا ډېرې پانګونې د جذب په موخه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د پانګونې ۵۰ فرصتونه تشخیص کړي دي چې د دغو فرصتونو تفصیلي طرحې د چمتو کېدو په حال کې دي او ډېر ژر به له خصوصي سکتور سره شریکې شي.
په تېر کال کې د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د حکم له مخې له یو میلیون جریبه ډېرې ځمکې امارتي شرکتونو ته انتقال شوي دي. په پام کې ده چې شرکتونه به دغه ځمکې احیا او د کرنې او سوداګرۍ په موخه وکاروي. د دې تر څنګ، د ۱۰۵۶ ټنه زیتونو تولید او په ۲۵۱۳ جریبه ځمکه کې د مالتو د باغونو جوړول هم د کرنیزو او سوداګریزو فعالیتونو د ودې په برخه کې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د مالي تمویل لپاره د نړیوال بانک موافقه ترلاسه کول، د ۵۹۱.۶ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت د ۶۱۹ میګاواټه برېښنا د تولید قراردادونو لاسلیکول، د ۸۵ کیلومتره په اوږدوالي د تورغونډۍ – هرات د ۲۲۰ کیلو ولټه د برېښنا لېږد پروژې بشپړول، د شبرغان – دښت الوان پروژې په لومړۍ او دویمه مرحله کې پرمختګونه، او د نغلو، سروبي او ماهیپر د برېښنا تولیدي فابریکو له لارې د ۶۶۲.۸ میلیونه کیلوواټه ساعت برېښنا تولید، د تېر کال له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د مسوولینو په وینا، ۱۳ هېوادونو ته د کامیابو پروازونو ترسره کول، سعودي عربستان ته د څه باندې ۶ زره زائرینو لېږدول، په کابل هوایي ډګر کې د تېلو زېرمو فعالول او له ادارو او مشتریانو څخه د ۸۳۱ میلیونه افغانیو طلباتو ترلاسه کول د تېر کال له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
مسئولین زیاتوي، چې د هېواد په کچه د خدماتي شرکتونو عواید د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. د روشن او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو حسابونه تصفیه شوي او د څه باندې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت له ۲۵ زیات نوي قراردادونه هم لاسلیک شوي دي. همدارنګه، په جنوبي زون کې څه باندې ۹۰ نوي سایټونه فعال شوي، د ۴۰ سایټونو ظرفیت له 2G څخه 3G او د څه باندې ۳۸۶ نورو سایټونو ظرفیت له 3G څخه 4G ته لوړ شوی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، له خصوصي شرکتونو او دولتي ادارو سره د نفتي توکو د پلور ۶۳۷ قراردادونه لاسلیک شوي دي. همدارنګه، د نفتي تاسیساتو لپاره ۳۸۷ جوازونه صادر شوي او د ۹.۹۹۵ ټنه په ټولیز ظرفیت د نفتي زېرمو د ترمیم ۱۲ پروژې بشپړې شوې دي.
په سمنګان ولایت کې له غاصبینو څخه د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ۹۵۶.۲ جریبه ځمکې راګرځول، د ۶۳ زره ټنه سکرو د استخراج، انتقال او پلور قرارداد نهایي کول او د ۲۰ زره ټنه معدني موادو د انتقال او پلور قرارداد، د تېر کال له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د انرژۍ مرکز تر نوم لاندې د صنعتي کمپلېکس جوړول، د قوش تېپې کانال په لومړي او دویم فاز کې په ترتیب سره ۹۸ او ۹۴ سلنه پرمختګ، د قوش تېپې کانال شاوخوا د زراعتي کمپلېکس لپاره د ۲۰۰ زره هکټاره ځمکې تخصیص، د لاله او بګراميو په استوګنیزو پروژو کې د ۱۶۴ اپارتمانونو پلور، د څه باندې ۷۰ زره ټنه سکرو استخراج او پلور او له خصوصي شرکتونو سره د ۲۱۷ زره ټنه سکرو د پلور قراردادونه تر سره کول، د دغې ادارې له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
په همدې ډول، د زابل په ولایت کې د توره بند پروژه بشپړه شوې، د ننګرهار ولایت د طورخم ښارګوټي اداري کمپلېکس جوړ شوی او د غوري او جبل السراج سمنټو فابریکو کې په ټولیز ډول ۱۹۳۹۵۱ ټنه سمنټ تولید او پلورل شوي دي.
تېر کال د هېواد په کچه د اوبو رسولو شبکې د ۷۰ کیلومتره په اوږدوالي پراخې شوې او د ۳۵ کیلومتره په اوږدوالي د شبکې زړې برخې ترمیم او رغول شوي دي. همداراز، په ټولیز ډول ۵۳۳۹۰۹۲ متر مکعبه صحي اوبه مشترکینو ته وېشل شوي، د اوبو د برابرولو لپاره ۱۷ څاګانې کیندل شوي او د اوبو رسولو ۱۱ پروژې هم طرحه شوي دي.
همدارنګه، په تېر کال کې د خوراکي توکو د تامین په موخه، د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت له لوړو زده کړو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو سره تړونونه لاسلیک شوي او د لومړي ځل لپاره په ولایتي کچه د خوړو د زېرمه کولو ګودامونه هم فعال شوي دي.