د ټولګټو وزارت: ۲۰۰ پراختیایي او زېربنایي پروژې د تطبیق په بېلابېلو پړاوونو کې دي

2025-07-26
د ټولګټو وزارت مسئولینو د شنبې په ورځ (۴ زمری ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، په یاده خبري ناسته کې وویل: تېر کال د سړکونو، پلونو، اوسپنې پټلیو جوړولو او ترمیم، د سړکونو د ساتنې او څارنې، د مسیرونو پاکولو، جوماتونو جوړولو، د ترافیکي نښو لګولو او نورو زېربنایي برخو کې د ۲۰۰ پروژو د تطبیق چارې پیل شوي، چې د ډېری پروژو چارې بشپړې او د یو شمېر نورو پروژو د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.
محترم صاحب زاده زیاته کړه، د ۱۰۲۱ کیلومتره سړک د امکان سنجۍ مطالعې بشپړې شوي، دغه راز، د ۳۵۰ کیلومتره سړک سروې او توپوګرافي او د ۱۲۶.۵ کیلومتره سړک او ۱۷ پلونو د ډیزاین چارې هم تر سره شوي او د ۱۳۹۵ کیلومتره سړک د ډیزاین چارو ۶۶ سلنه پرمختګ کړی دی.
د دغه وزارت د مسئولینو په وینا، د یوه ایراني شرکت له لوري د ۴۷.۳ کیلومتره په اوږدوالي د خواف – هرات پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې بشپړې شوي، د ۱۱۳ کیلومتره په اوږدوالي د تورغونډۍ – هرات د پټلۍ پروژې د سروې او ډیزاین کارونه روان دي او د ۹۶ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ د پروژې قرارداد هم له یوې خصوصي شرکت سره شوی دی. د دې تر څنګ، له ترکمنستاني لوري سره د ۵۵ کیلومتره په اوږدوالي د اندخوی – شبرغان د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین په اړه هم خبرې روانې دي.
په همدې ډول، د ۷۳۷.۵ کیلومتره په اوږدوالي د هرات – کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې د تفصیلي سروې او ډیزاین تر سره کولو په اړه، د ۲۶۴ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت له پنځه شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي دي.
مسئولین زیاتوي، د ۴۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د کابل – کندهار لویه لاره د بیارغونې په مختلفو پړاوونو کې قرار لري، چې د دې پروژې په چوکاټ کې د ۱۷۰۰ وړو او ۴۸ لویو پلونو جوړول هم شامل دي. همدارنګه، د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک بیارغونه په اساسي ډول دوام لري او اوسمهال دغه فعالیت په درې برخو (شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي - خنجان) کې تر سره کېږي.
په همدې ډول، د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه کې د ۳.۱ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت، د ۴۵ پروژو د تطبیق چارې پیل شوي، چې له دې جملې څخه د ۳۵ پروژو کارونه بشپړ شوي، د څلورو پروژو چارې روانې دي او د ۶ نورو پروژو کارونه د بېلابېلو دلایلو له امله ځنډېډلي دي. د دې ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ په څلورو مسیرونو (حیرتان – مزارشریف، آقینه – اندخوی، تورغونډۍ او خواف – هرات) کې د ۲۳۶ کیلومتره مسیر د ترمیم، ساتنې او څارنې چارې هم بشپړې شوي دي.
د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله، د لارښوونې پر بنسټ، د کابل – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ۱۴ جوماتونو د جوړولو کار پیل شوی. د دغې پروژې مجموعي لګښت ۴۶۷.۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې ۶ جوماتونه د کابل – کندهار او ۸ نور د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې جوړېږي.