--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

مولوي ذبیح الله مجاهد: د ریاست الوزرا مقام لخوا زلزله ځپلو ته د عاجلې رسیدنې په موخه زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي دي

2025-09-01

په هغه خبري ناسته کې چې د روان کال د وږي په ۱۰مه نیټه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، د افغانستان اسلامي امارت ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د تېرې شپې د زلزلې وروستي جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د دې ناستې په پیل کې، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد، د زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام ولوست.

په دغه پیغام کې، شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې شفا او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه شوې. دغه راز د اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، چې د شته امکاناتو څخه په استفادې د زیانمنو هېوادوالو مرستې ته ور ودانګي.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل: د ریاست الوزرا مقام لخوا پيښې ته د ښې رسېدنې لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، محترم ملا محمد یونس اخندزاده په مشرۍ او د اړوندو ارګانونو د مسئولینو په غړیتوب، یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوه. همدازار، زیانمنو ته د عاجلې رسیدنې لپاره د ریاست الوزرا مقام لخوا زر لکه افغانۍ ځانګړې شوي او د اړتیا په صورت کې به نورې پیسې هم ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو، ملي دفاع او عامې روغتیا وزارتونو، د یادو ولایتونو د واليانو او اړوندو ادارو له لوري د شهیدانو د راایستلو، د ټپیانو د لېږد، د لومړنیو خوراکي او طبي توکو او نورو اړینو وسایلو د رسولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شوي دي.

د دې خبري ناستې په ترڅ کې، د اسلامي امارت ویاند له ټولو خیریه بنسټونو، سوداګرو او عامو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې له زلزله ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي او په دې سختو شرایطو کې د هغوی لاس نیوی وکړي.

په پای کې، نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو د ښه تنظیم لپاره ټولې مرستې باید د ټاکل شوې کمېټې لخوا تنظيم شي او مرسته کوونکي بنسټونه او هېوادوال دې هم خپلې مرستې د یادې کمېټې له لارې ترسره کړي.#

شریک یی کړی