GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

2026-10-06

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

 

سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د میزان ۱۴مه

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني، د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې له مسئول محترم حجت‌الله مجددي، د افغان مطبوعاتي مرکز له مسئول محترم محمد حامد مایار او د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړ نهاد له مسئول محترم عبدالقدیم ویاړ سره په یوه ناسته کې د همغږۍ، ګډې همکارۍ او د مطبوعاتي او نشراتي فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د غوره زمینو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ، همکارۍ او ګډو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

محترم مولوي نعیم‌الحق حقاني په دې ناسته کې د معلوماتو رسولو د بهیر او رسنیزو فعالیتونو د لا ښه والي لپاره د ګډې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د امارتي ادارو د ویاندویانو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې همکاري وکړي.

نوموړي همداراز د امارتي ادارو د ویاندویانو او خبریالانو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو دوام مهم وباله.

په دوام کې، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو مسئولینو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لوري د دې ناستې له جوړېدو او له رسنیزو بنسټونو سره د همکاریو د پیاوړتیا له هڅو یې هرکلی وکړ او په مطرح شویو برخو کې یې پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.

د ناستې په پای کې د لا ډېرې همغږۍ، ګډو هڅو او همکاریو د پیاوړتیا په موخه د حکومت د ادارو، خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ د ورته ناستو او خبرو اترو پر دوام ټینګار وشو.

شریک یی کړی