GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

د کُشک-تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو

د کُشک-تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو

2026-09-08

د کُشک-تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت او سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل کمپنۍ ترمنځ د کُشک – تيرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو. 

په دې مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د افغانستان بانک عمومي رییس نوراحمد اغا، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د سعودي عربستان د ډلټا انټرنشنل کمپنۍ اجرایوي رییس شاهر التقي او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.

د قرارداد له مخې به یاده کمپنۍ په لومړي پړاو کې د کُشک - تیرپُل نفتي حوزې د کُشک د ګازو د اوو بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي. د کُشک - تیرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ پرته ده، چې شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.

شریک یی کړی