GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د ویاند دفتر

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

تازه خبرونه
د ترافیکي چارو د تنظیم او د ترافیکي پېښو د کموالي لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه | د ارشاد، حج او اوقافو وزارت: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حج پروسه کې افغانستان ته ۳۰ زره سهمیه ورکړل شوې ده | د رسنیو مرکز رئیس، د یوناما د ستراتېژیکو اړیکو مسئول او د بشري حقونو څانګې له مرستیال سره وکتل

په ۱۳ امارتي ادارو کې د ۹۲۸ اداري پروسو ساده کول؛ د عامه خدمتونو د چټکتیا او روڼتیا پر لور ګام

په ۱۳ امارتي ادارو کې د ۹۲۸ اداري پروسو ساده کول؛ د عامه خدمتونو د چټکتیا او روڼتیا پر لور ګام

2026-09-10

په ۱۳ امارتي ادارو کې د ۹۲۸ اداري پروسو ساده کول؛ د عامه خدمتونو د چټکتیا او روڼتیا پر لور ګام

 

د وږي ۱۹مه، کال ۱۴۰۵

 

د چارو ادارې مسئولین وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ پېچلې او وخت‌نیوونکې اداري پروسې ساده شوې دي؛ هغه اقدام چې موخه یې د اداري پړاوونو کمول، د وخت او لګښت له ضایع کېدو مخنیوی او هېوادوالو ته د چټکو، روڼو او اسانه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابرول دي.

دا څرګندونې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال وشوې. په دې ناسته کې د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسئولینو او د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد ګډون کړی و.

د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې د اداري پروسو د ساده کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا بهیر د اداري نظام د اصلاح، د بیروکراسۍ د کمولو، د وخت او لګښت د ضایع کېدو د مخنیوي او هېوادوالو ته د چټکو، روڼو او اسانه خدمتونو د برابرولو په برخه کې مهم او حیاتي رول لري.

نوموړي په امارتي ادارو کې د اداري پروسو ساده کول یوه جدي اړتیا وبلله او په امارتي ادارو کې یې د دې بهیر پر دوام ټینګار وکړ.

ورپسې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد د اداري پروسو د ساده کولو ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د چارو ادارې په چوکاټ کې د اداري پروسو د ساده کولو ریاست په تېرو پنځو کلونو کې په ۱۳ امارتي ادارو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده کړې دي.

د نوموړي په وینا، تر ټولو ډېرې ساده شوې پروسې د لوړو زده‌کړو وزارت ۲۱۴، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۲۰۳، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ۱۴۰ او د پوهنې وزارت ۱۳۶ پروسې دي.

همدارنګه، په عامې روغتیا وزارت کې ۶۲، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې ۷۵، برېښنا شرکت کې ۳۵، کابل ښاروالۍ کې ۲۳، د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست کې ۲۱، د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ۷، د چارو ادارې عمومي ریاست کې ۶، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې ۴ او د کانونو او پټرولیم وزارت کې ۲ اداري پروسې ساده شوې دي.

محترم مولوي ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه چې د اداري پروسو ساده کول، د اداري پړاوونو او د چارو د ترسره کولو د وخت له کمولو سربېره، د بوروکراسۍ د کمېدو، د اداري فساد د مخنیوي، د وخت د اغېزناک مدیریت، د لګښتونو د کمېدو، د مراجعینو د ګڼې‌ګوڼې د مخنیوي او په صلاحیتونو او مسئولیتونو کې د روڼتیا د زیاتېدو زمینه برابروي.

د نوموړي په وینا، دغه بهیر کولای شي د کارکوونکو او مراجعینو د رضایت د زیاتېدو او د خلکو او نظام ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل هم شي.

د اداري پروسو د ساده کولو ریاست د دې بهیر په دوام سره هڅه کوي، څو په امارتي ادارو کې د اداري پروسو د پړاو په پړاو اصلاح او ښه والي له لارې هېوادوالو ته د لا غوره، چټکو او روڼو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي؛ هغه تګلاره چې اساسي موخه یې د وخت او لګښت د ضایع کېدو کمول او مراجعینو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.

 

شریک یی کړی