د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پرواګرام په رسمي ډول پیل شو

2025-07-16
د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس لخوا، د چهارشنبې په ورځ (۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په رسمي ډول پیل شو.
د دغه مهم پروګرام د پرانیستې مراسمو کې د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس ترڅنګ، د یاد ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال، محترم قاري عبدالستار سعید، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي، د اسلامي امارت مرستیال ویاند، محترم مولوي حمدالله فطرت او نورو مسئولینو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس، محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په یاد خبري کنفرانس کې وویل: څلور کاله وړاندې اسلامي امارت په داسې حال کې واک ته ورسېد، چې هېواد له ګڼو امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ننګونو سره مخ او عمومي تصور دا و چې نوی نظام به د چارو په مدیریت کې له ستونزو سره مخ شي، خو د تېرې څلور کلنې دورې په ترڅ کې د اسلامي امارت د رهبرۍ او مسئولینو د ژمنتیا او مدبرانه هڅو له برکته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مهم او مثبت بدلونونه او اصلاحات راوستل شول.
محترم ډاکټر عبدالواسع، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د عفوې فرمان، په اداري تشکیلاتو کې اصلاحات، د اداري فساد له منځه وړل، د عوایدو ټولولو بهیر کې روڼتیا، د کورنیو عوایدو پر مټ د ملي بودجې چمتوکول، د کوکنارو کر او تولید صفر ته رسول، د روږدو درملنه، د امنیت ټینګښت، له څه باندې ۴۰ هېوادونو سره تعاملات او د ګڼو سترو پروژو پیل او تطبیق د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
د ښاغلي ډاکټر ملا عبدالواسع په وینا، اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د بیان ازادۍ ته ژمن او رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي او رسنۍ د ولس او حکومت ترمنځ د ارتباطي پل په توګه ګڼي. دغه راز باور لري چې د ادارو د کړنو ښه انعکاس، د ولس ستونزو ته رسېدنه او د اصلاحاتو ترویج د رسنیو له لارې لا اغېزناکه کېدی شي.
د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په دوام وویل: مونږ هڅه کوو چې اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو د لاسرسي کچه لوړه کړو. په همدې موخه مونږ هر کال د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لار اچوو څو له دې لارې د ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو کره او دقیق معلومات تر ولس او نړیوالو پورې ورسېږي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې د امارتي ادارو له مسئولینو غوښتنه وکړه، چې د دغه پروګرام په خبري ناستو کې فعاله برخه ولري او د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات له ولس او نړیوالو سره شریک کړي. دغه راز نوموړي له رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د دغه مهم پروګرام د خبري پوښښ په برخه کې ښه همکاري وکړي.