د کور او ښار جوړولو وزارت: د مهاجرینو د ۲۱ ښارګوټو تفصیلي پلانونه ترتیب شوي دي

2025-07-20
یکشنبه، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ هـ ش
د کور او ښار جوړولو وزارت مسئولینو د یکشنبې په ورځ (۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت د اطلاعاتو رسنیو مرکز د امارتي ادارو د لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال، د ۱۴۴۶ هـ ق کال راپور وړاندې کړ.
د دغه وزارت سرپرست، محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په یاده خبري ناسته کې وویل: دغه وزارت د مهاجرینو مسکن برخه کې پام وړ پرمختګونه لري، چې په ۲۵ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره ۳۵ نوي ښارګوټي په پام کې نیول شوي، چې له دې جملې ۲۱ ښارګوټو تفصیلي پلان ترتیب او د ۱۳ نورو ښارګوټو د تفصیلي پلان په ترتیبولو کار روان دی.
د ښاغلي حقاني د معلوماتو له مخې، څه باندې ۸۷ زره راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د دغه وزارت د مسئولینو په وینا، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د قطر د استوګنیزې پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې شوي او د دارالامان په نیلهباغ کې د ۱۴۰۰ واحدیزې پروژې چارو ۳۵ سلنه پرمختګ کړی دی. همدارنګه، د تهیه مسکن د دویم بلاک پروژې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی او د کابل ښار کارته نو سیمه کې د رحمان مینې پروژې چارې هم دوام لري.
د وزارت مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل: چې د هېواد په کچه له څه باندې ۴۴۳ ودانیزو پروژو څخه څارنه شوې او د ۳۸۲۶ خپلسرو ودانیزو فعالیتونه مخه نیول شوې ده. د دې ترڅنګ، د دولتي ودانیزو پروژو لکه د ادارو د تعمیرونو، مدرسو او جوماتونو له ودانیزو چارو هم دوامداره څارنه شوې ده.
د ښوونځیو، جوماتونو او روغتیايي تأسیساتو لپاره د څه باندې ۳۰۰ ساختماني نقشو طرحه او ډيزاين، د کابل، هرات، بلخ، کندهار او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د تاریخي سیمو سروی، د تاریخي ابداتو د ساتنې برخه کې د یونیسکو له دفتر او د اغا خان له مؤسسې سره همکاري، او همدارنګه د انجنیري طرحو، ښاري سرغړونو او د نوي کابل د نومرو د پلور برخه کې د طرزالعملونو چمتو کول؛ په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له ښکاره فعالیتونو څخه دي.
د قطر پروژې د دویم فاز د چارو پیلول، د کابل د نیله باغ د استوګنې پروژې د چارو بشپړول، د مهاجرینو ښارګوټو لپاره د تفصیلي پلانونو تکمیلول، د ۱۵ پروژو لپاره د زېربنایي پلانونو طرحه، د لسو ولایتونو لپاره د ښاري ملکیتونو تثبیت او د ستراتیژیکو پلانونو او SDF بیاکتنه، په روان کال کې د وزارت له مهمو اقداماتو څخه دي.