کابل ښاروالي: د ښاري پراختیا، زېربنایي او تنظیف برخه کې ګڼ شمېر پروژې پلې شوي دي

2025-07-20
یکشنبه، ۲۹ سرطان ۱۴۰۴
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د یکشنبې په ورځ (۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال، محترم انجنیر عامر زمرک (یاسر)، په دې خبري ناسته کې وویل: په تېر یوه کال کې له داخلي بودجې نه په ګټې اخیستنې سره ګڼ شمېر زېربنایي پروژې پلې شوي، چې ۸۳.۸۵ کیلومتره عمومي او فرعي سړکونه، د ۸۶.۰۵ کیلومتره سړکونه سروې او ډیزاین او ۱۰.۳۴۰ کیلومتره کانالونه پکې شامل دي.
ښاغلي یاسر زیاته کړه، په وروستي یوه کال کې د ښار د پاکوالي، شنهوالي او چاپېریالي روغتیا د خونديتوب په موخه؛ د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۴۵۵۷۷۲ ټنه کثافات، ۳۸۷۸۸ متر مکعب فاضلاب او ۱۵۰۸۹ متر مکعب اضافي اوبه ټولې او انتقال شوي دي. همدارنګه د ۱۹۹۲۵ کوڅه ډبه سپیو د نیولو، واکسین او شنډولو تر څنګ، ۹۵۸۵۱۸ نیالګي او ګلان اېښودل شوي او پر ۲۰ زره متره مربع ځمکه چمنونه هم کرل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا، تېر کال د چاپېریالي روغتیا برخه کې، ۲۳۴۴۹۸ کیلوګرامه تاریخ تېر او بېکیفیته توکي راټول شوي او ۱۸۸۵۸۸ کیلوګرامه خراب خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د معلوماتو له مخې په تېر کال کې د ښاري پلان جوړونې برخه کې، د ۱۲۰ نویو پروژو لپاره تخنیکي اسناد ترتیب شوي او د ښار د بېلابېلو ناحیو لپاره تفصیلي او اصلاحي نقشې هم ډیزاین شوي دي. همدارنګه، د ښاري پراختیا برخه کې څه باندې ۸۰۰ ودانیز جوازونه هم صادر شوي دي.
په همدې ډول، له ودانیو او او ودانیزو چارو د څارنې او کنترول برخه کې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې له ۵۰۱ ودانیو څخه، ۳۰۸۴ ځله نظارت شوی، د ۱۲۹ ناقانونه ودانیو جوړولو چارې درول شوي او ۳۳۰۳ ودانیزې سرغړونې په سیستم کې ثبت شوي دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره، تېر کال کې ۱۰۸۶ جایدادونه استملاک او په بدل کې یې د یادو جایدادونو مالکانو ته څه باندې ۱.۷ میلیارده افغانۍ ورکړل شوي دي.
د ناصر خسرو او سرور کاینات په څېر د مهمو څلورلارو ښکلا او ترمیم، د ښاري فوارو بیا رغونه، د کتابتون، موزیم او منار جوړول، د کابل باغچې بیا رغونه، په علاوالدین پارک کې د یوه مصلی او کتابتون جوړول او د فاتحې د درې سالونونو ترمیم؛ په تېر کال کې د دې ادارې له نورو څرګندو فعالیتونو څخه دي.