--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د ملي دفاع وزارت: تېر کال د هېواد په کچه څه باندې ۹۶۴ زره اوپراسیوني فعالیتونه تر سره شوي دي

د ملي دفاع وزارت: تېر کال د هېواد په کچه څه باندې ۹۶۴ زره اوپراسیوني فعالیتونه تر سره شوي دي

2025-07-23

د ملي دفاع وزارت مسئولینو د سه شنبې په ورځ (۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴) د حکومت  داطلاعاتو او رسنیو مرکز د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په لړ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ۱۴۴۶ کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز، محترم قاري محمد فصیح الدین فطرت، په دې خبري ناسته کې وویل: چې د امنیت د لا ټینګښت په موخه، د هېواد په امنیتي زونونو کې د اسلامي ملي ادرو د قطعاتو او جزوتامونو لخوا ۹۶۴۳۱۸ اوپراسیوني فعالیتونه تر سره شوي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړه، چې د یادو فعالیتونو په پایله کې سلګونه نقلیه وسیلې، د پام وړ سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي، ماینونه، مخابرې، دوربینونه، موټرسکلونه، نشه یي توکي، الکول او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د وسله وال پوځ د لوی درستیز په وینا، افغانستان د ۲۰ ولایتونو او ۹۰ ولسوالیو له لارې له شپږو هېوادونو سره پوله لري او د ډیورنډ له فرضي کرښې سره هم وصل دی. د ملي حاکمیت د دفاع لپاره، د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په ټولیز ډول ۱۵ سرحدي لواوې، ۹۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال پر مهال ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې د ۴۲ پالېسیو او طرزالعملونو بیاکتنه تر سره کړې څو د وزارت له تشکیلاتي جوړښت او د اسلامي امارت له پالېسیو سره برابر شي.
همدارنګه ملي دفاع وزارت د اسلامي ملي اردو د وړتیا او ظرفیت د لوړولو په موخه، د منسوبینو د روزنې او تعلیم په برخه کې پراخ پروګرامونه عملي کړي، چې په تېر کال کې څه باندې ۱۰ زره د اسلامي ملي اردو منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د ګډو محاربوي زده کړو له قوماندانۍ څخه فارغ شوي او څه باندې ۲۳ زره تنو نورو په مرکزي او سیمه‌ییزو تعلیمي مرکزونو کې لازمې زده کړې ترلاسه کړي دي. د دې تر څنګ، په قطعاتو او جزوتامونو کې د منسوبینو د هوساینې او خدمتونو د ښه‌والي په موخه، ۱۹ جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوي، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه ۲۰ څاګانې کېندل شوي او د وزارت د مسئولیت اړوند سیمو کې۵۴ کیلومتره سړکونه جوړ شوي دي.
په همدې ډول، تېر کال د هوایي ځواکونو عمومي قوماندانۍ لخوا په ټولیز ډول ۶۳۸۳ وظیفوي او تعلیمي الوتنې تر سره شوي، د هوایي ځواکونو ۱۲۴۴ منسوبین له مسلکي کورسونو څخه فارغ شوي او ۸ هلیکوپترې ترمیم شوي دي. 
د مسئولینو په وینا، تېر کال د پاکستان لخوا د افغان مهاجرینو د جبري اخراج پر مهال، د اسلامي ملي اردو ۲۰۰ منسوبینو او ۶۰ نقلیه وسیلو د مهاجرینو د لېږد برخه کې خدمتونه تر سره کړي دي. دغه راز د طبیعي پېښو له زیامنو سره ۱۲ میلیونه افغانۍ مساعدت شوی، ۱۱۹۱ کیلومتره سړکونه جغل اندازي او هوار شوي دي، ۴۹۲ کیلومتره سړکونه له واورو پاک شوي، په کابل، بدخشان او تخار کې درې استحکامي پلونه جوړ شوي او د بدخشان ولایت په کران منجان ولسوالۍ کې د ۱۳۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره ۵۳۰۰ متره کانالونه او ویالوې جوړې شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تېر کال کې ۲۲۹۶۸۰ جوړې پلنګي او ۱۰۰۰ تشریفاتي یونیفورمونه، ۷۰۰۰ جوړې د ډاکټرانو او ناروغانو لباسونه او ۱۵۸۰۰ ژمني جمپرونه وېشل شوي دي. دغه راز، د عامه شتمنیو د ساتنې په موخه، ۴۱۶۸۴ بېلابېلې نقلیه وسیلې، ۶۴۸۰ میله سپکې او درنې وسلې، او ۷۲۴ مخابرې د دغه وزارت په مرکزي ورکشاپونو کې ترمیم شوي دي.
د ثبات او امنیت د لا ټینګښت په موخه د عملیاتو تر سره کول، د اسلامي ملي اردو د ظرفیتونو لوړول، د تاسیساتو جوړول او د اوپراسیوني فعالیتونو د تر سره کولو لپاره پلان جوړونه، د روان کال کې د دغه وزارت له مهمو برنامو څخه دي.

شریک یی کړی