د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه
2026-09-02
د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (چهارشنبه) د ۱۴۰۵ کال د سنبلې میاشتې په ۱۱مه نېټه د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د سولې استوګنیزې پروژې (پنځم مکروریان) د (B4) بلاک د بنسټ ډبره کېښوده.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د پنځم مکروریان پروژې د پيل له امله هېوادوالو ته مبارکي وویله او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د دې پروژې په څېر د ټولو هغو پروژو بشپړولو ته ژمن دی، چې کارونه یې د کابل تېرې ادارې له امله د بېلابېلو خنډونو په رامنځته کولو سره ځنډول شوي وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل ښار کې د نفوسو زیاتېدو له امله د غیر منظمې پراختیا، د اوبو کموالي، د ښاري نظم خرابېدو، د چاپېریال ککړتیا او عامه خدمتونو د کموالي په برخو کې رامنځته شوو ستونزو یادونه وکړه او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ، چې دغه ستونزې به د نوي کابل ښار او پنځم مکروریان په څېر پروژو سره په تدریجي ډول راکمې کړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې هېوادوالو ته د هوسا او منظم ژوند د تضمین لپاره دا ډول زېربنايي پروژې زیاتې او په معیاري توګه پلې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د نورو سکټورونو ترڅنګ د کور او ښار جوړونې او زېربنا په برخو کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې له ټولو تطبیق کوونکو اړخونو څخه وغوښتل چې د منلو شوو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي.
د پنځم مکروریان پروژې د لومړي فاز چارې ۷۰ سلنه پرمختګ لري، چې شپږ بلاکونه یې بشپړ شوي او نن یې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.