--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، په کابل کې د بي بي سي له دفتر څخه لیدنه وکړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، په کابل کې د بي بي سي له دفتر څخه لیدنه وکړه

2025-03-01

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي او مل پلاوي یې په کابل کې د بي بي سي له دفتر څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، محترم مولوي نعیم الحق حقاني هراتي خبرې وکړې وې ویل: رسنۍ د ټولنو د پرمختګ، د عامه اذهانو روښانولو، سوق او د نظامونو او ملتونو ترمنځ د باور زیاتولو برخه کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي حقاني زیاته، د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي اصولو په رڼا کې د رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي او په دې برخه کې تل پر خپله ژمنه ولاړ دی.

محترم حقاني، په کابل کې د بي بي سي دفتر له مسئولینو غوښتنه وکړه څو پخپلو راپورونو کې حقایق خپاره او د افغانستان اصلي تصویر نړیوالو ته ښکاره کړي.

دغه راز محترم حقاني زیاته کړه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ توپیر ته قایل ندی او هڅه یې دا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې ټولو رسنیو ته یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه، په کابل کې د بي بي سي دفتر مسئولینو د رسنیو مرکز رئیس او مل پلاوي ته یې د ښه راغلاست تر څنګ، د رسنیو مرکز دا ابتکار وستایه چې د اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه له نېږدې لیدنه کوي.

په کابل کې د بي بي سي دفتر مسئولینو، په افغانستان او نړۍ کې د دغې نړیوالې رسنۍ د رسنیزو فعالیتونو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې دغه نړیواله رسنۍ تر خپله وسه د حقایقو په خپرولو کې هڅه کوي. 

په پای کې دواړو لوریو د همکارۍ او تعامل کچې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.#

شریک یی کړی