د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه
2026-08-18
د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن (سهشنبه) د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې په ۲۷مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې د دغه سهامي شرکت جوړېدل په هېواد کې د لویو اقتصادي او زېربنايي پروژو د عملي کېدو او د پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم وباله او ویې ویل، چې دا د هېواد د اقتصادي راتلونکي لپاره د یوه منظم او عملي مسیر د رامنځته کولو هڅه ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ خصوصي سکټور هم مهم رول لري او کولای شي د تولید په زیاتوالي، د کارموندنې په رامنځته کولو، د صادراتو په پراختیا او د لویو پروژو په تمویل کې اساسي ونډه واخلي.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغه شرکت پر مټ به د ګڼو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو پانګې په یوه منظم، قانوني او شفاف چوکاټ کې سره راټولې او د هغو له مجموعي ظرفیت څخه به د لویو پروژو د تمویل لپاره استفاده وشي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړی او په همدې موخه یې د قانوني، اداري او اقتصادي اسانتیاوو په برابرولو کې لازم اقدامات کړي، د پانګونې پر وړاندې یې خنډونه له منځه وړي، د اداري پروسو په ساده کولو کار روان دی او د پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي ابادۍ کې ونډه واخلي، خپل ظرفیتونه سره یو ځای او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب د امارتي ادارو له مسوولینو هم وغوښتل چې د خصوصي سکټور د پياوړتیا لپاره پوره همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې د سوداګرۍ او پانګونې او د صنعت او معدن خونو ترمنځ د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې په مختلفو سکټورونو کې به د زېربنايي پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې نوي فرصتونه برابر کړي.