--> News
GMIC - Aghanistan

د افغانستان اسلامی امارت

د ریاست الوزرا دفتر عمومي ریاست

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو معاونیت

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

مهم ترین خبرونه
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ پیغام | د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د پسرلي په مناسبت په ارګ کې نیالګی کېناوه | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه ترسره شوه
مهم ترین خبرونه

د امارتي ادارو ویندویانو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د امارتي ادارو ویندویانو د همغږۍ ناسته تر سره شوه

2025-04-28

د امارتي ادارو د ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو د همغږۍ ناسته، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې تر سره شوه.

په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال، محترم حشمت الله ناصري، د امارتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او د رسنیو له مرکز سره یې د هغوی له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه.

محترم ناصري، د ناستې د موخو او اهدافو په اړه مفصل معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

دغه راز، ښاغلي ناصري، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ، څو له دې لارې د رسنیو په واسطه د ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه کره او دقیق معلومات تر ولس او نړیوالو پورې ورسېږي.

محترم ناصري زیاته کړه، چې د امارتي ادارو ویندویان باید د خپلو ادارو د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته راوړنو په اړه په وخت او کره معلومات له رسنیو او د هغوی له لارې له خلکو سره شریک کړي.

په همدې ډول، نوموړي د اطلاعاتو د همغږۍ، عامه اذهانو د مدیریت، د ادارو د لاسته راوړنو د مؤثر انعکاس او له رسنیو سره د هر اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا په اړه مهمې او مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزـ رسنیو سره د اړیکو آمر، محترم محمد آصف احمدزوی، تېره اونۍ د رسنیو مرکز کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو د همغږۍ ناسته کې د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پراختیا په موخه، د رسنیو مسئولینو وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل. 

همدارنګه، د امارتي ادارو ویندیانو او مطبوعاتي مسئولینو هم پخپل وار خبرې وکړې، د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او پیاوړتیا برخه کې یې د رسنیو مرکز د دوامدارو هڅو او هلو ځلو ستاینه وکړه.

د امارتي ادارو ویندویانو پخپلو خبرو کې د رسنیو مرکز لخوا د داسې ناستو جوړول د اطلاعاتي بهیر د پياوړتیا او د ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو پراختیا برخه کې ډېرې ګټورې وبللې او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، هغوی د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اړیکو او همکارۍ پیاوړتیا برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه له ګډنوالو سره شریک کړل او له رسنیو سره یې د خپلې همکارۍ په اړه ډاډ ورکړ.

د ناستې جمع‌بندي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزـ د امارتي ادارو د همغږۍ آمريت د مسئول، محترم عبدالباسط شهیدي لخوا تر سره او ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.#

شریک یی کړی